Asset 1SWN

سلام وطندار

د اسلامي امارت او پاکستان پلاوي نن غونډه کوي

اسلامي امارت پاکستان مذاکرات

د بهرنیو چارو وزارت یوه سرچینه وايي چې ټاکل شوې د اسلامي امارت او پاکستان پلاوي نن چین کې د ننګونو کمولو لپاره غونډه او خبرې پیل کړي.

دغې سرچینې نن پنجشنبه سلام‌وطندار سره خبرو کې وویل، تراوسه پورې د دواړو لوریو ترمنځ غونډه او مذاکرات نه‌دي شوي او په دې تړاو خپاره شوي هغه راپورونه چې مذاکراتو پایله نه ده ورکړې، واقعیت نه‌لري.

د سرچینې په وینا، اسلامي امارت هم تراوسه پورې په دې اړه کوم رسمي دریځ نه‌لري او له ناستو وروسته به جزییات له رسنیو سره شریک کړي.

د اسلامي امارت یوه پلاوي پاکستان سره د رامنځ ته شویو شخړو او ننګونو کمولو او مخنیوي په اړه د خبرو لپاره تېره ورځ چین ته سفر وکړ.

د خپرو شویو راپورونو پر بنسټ، د اسلامي امارت پلاوي کې د بهرنيو چارو وزارت استازي محب الله وثیق او عبدالحی قانت، د کورنیو چارو وزارت استازی عارف‌الله، د دفاع وزارت استازی روح‌الله عمر او د استخباراتو لوی ریاست استازی یحی تکل شامل دي.

له پاکستان سره د سولې خبرې د چین په کوربتوب اورمچي ښار کې کیږي.

د یادونې ده چې چین کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ دغه مذاکرات داسې مهال ترسره کیږي چې اسلامي امارت او پاکستان له دې وړاندې هم په ترکیه او سعودي عربستان کې مذاکرات کړي، خو کومه پایله یې نه‌وه ‌ورکړې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام