Asset 1SWN

سلام وطندار

د اسلامي امارت او پاکستان پلاوي نن ترکیه کې ناسته لري

ذبیح‌الله مجاهد 54

د امارت اسلامي ویاند ذبیح‌الله مجاهد اعلان کړی چې د کورنیو چارو وزارت مرستیال رحمت‌الله نجیب په مشري یو لوړپوړی پلاوی ترکیې ته تللی دی.

مجاهد ویلي چې د دې پلاوي د سفر موخه پاکستان سره د پاتې موضوعاتو د خبرو لپاره دی.

هغه پر خپل اېکس‌پاڼه لیکلي: «د اسلامي امارت پلاوی د څو ورځې وړاندې د دوحې په هوکړه‌لیک د خبرو تعقیب لپاره ترکیې ته ولاړ. په دې ناسته کې به د پاتې مسایلو په اړه خبرې وشي.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د یادونې وړ ده چې د اسلامي امار او پاکستان ترمنځ لومړنۍ خبرې تېره شنبه د قطر او ترکیې په منځګړیتوب په دوحه کې شوې وې چې په پایله کې دواړو لوریو د اوربند هوکړه وکړه.

بلخوا د پاکستان جیونیوز رسنۍ راپور ورکړی چې د دغه هېواد یو جګ‌پوړی پلاوی د اسلامي امارت له چارواکو سره د خبرو لپاره د ترکیې اسټانبول ته رسیدلی دی.

ټاکل شوې چې دواړه لوري د دوحې هوکړه‌لیک په تړاو د پاتې خبرو لپاره نن شنبه، اکتوبر ۲۵مه ناسته وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام