د بدخشان یو شمېر اوسیدونکي دغه ولایت کې د ځنګلونو پرې کولو وضعیت ته اندېښمن دي او وايي، د پام وړ زیاتوالی په کې راغلی.
دوی سلاموطندر سره خبرو کې وايي، د ځنګلونو په اوسنۍ بڼه وهل چاپېریالي ننګونې ډېرولی شي.
د دوی په خبره، په دې وروستیو میاشتو کې د بدخشان د ځنګلونو غیرقانوني وهل زیات شوي چې د مخنیوي لپاره یې هېڅ ډول څارنه هم نهکیږي.
د بدخشان اوسېدونکي صبور نوري وویل، د ځنګلونو په وهل کېدو سره د ویجاړونکو سېلابونو، د خاورې تخریب او د دغه ولایت په ځینو برخو کې د ځمکو شاړېدو کچه هم لوړه شوې.
هغه وايي: «هغه سیمې چې د شنو ځنګلونو په لرلو ښکلې معلومېدې، اوس یې بڼه بدله شوې. ځنګلونو د سیلابونو شدت کم کړی وو او د ځمکې ښوییدل ډېر کم وو. له بدهمرغه اوس له منځه تللي. هغه سیمې چې یو وخت ښکلې دښتې وې، اوس د سېلابونو له امله په ډبرو بدلې شوي. اصلا د استفادې وړ نه دي. دا وضعیت د دې سبب شوی چې سېلابونه په لویه کچه خلکو ته زیانونه واړوي.»
د بدخشان یو بل اوسیدونکی جاوید امیني وايي، یو شمېر خلک د کانونو د غیرقانوني کیندلو لپاره ځنګلونه له منځهوړي.
د هغه په وینا، د ځنګلونو په اوسنۍ بڼه وهل کولی شي ګڼ شمېر چاپېریالي ستونزې را پیدا او د سیمې د خلکو ژوند له سختو مشکلاتو سره مخ کړي.
هغه زیاتوي: «د ژمي په رارسیدو سره، ډیری خلک په ښه اقتصادي وضعیت کې نه دي او ځنګلونو سره سیمه شنه او ښکلې ښکاري، د دې لپاره چې د ژمي اړتیاوې پوره کړي هغه وهي. دا چې د خلکو اقتصادي ستونزې زیاتې دي، نو د ځنګل وهنې او بیا یې د خرڅولو له لارې خپل عاید پوره کوي.»
د بدخشان یو بل اوسېدونکي عبدالرحمن سلاموطندار ته وویل چې په دې وروستیو کې په دغه ولایت کې د سیلابونو زیانونه زیات شوي.
هغه په دې باور دی چې د ځنګل وهنې زیاتوالی د دې وضعیت یو له اصلي عواملو څخه دی او ټینګار یې وکړ چې د ځنګلونو لهمنځه تلل په دې ولایت کې بېساري مالي او انساني زیانونه اړولي.
نوموړی وايي: «بدخشان کې هغه ځایونه چې مخکې به د مېلو او تفریح لپاره وو، شنې ساحې به یې لرلې اوس هېڅ ځنګل نه لري. په دې وروستیو کې د کانونو د ایستلو له امله ځنګلونه ویجاړ شوي او اوس د یوې صحرا په څیر ښکاري؛ په داسې ډول چې دا تصور کول ناممکن دي چې دا یو وخت د تفریح ځای و.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
ورته وخت کې د طبیعي سرچینو کارپوه عزیز محمدي سلاموطندار ته وویل چې د ځنګلونو وهل جدي چاپیریالي پایلې لرلی شي.
د هغه په وینا، د ځنګلونو وهل د نړیوالې تودوخې، د سیلابونو زیاتوالي، د خاورې تخریب، د زلزلې خطر زیاتوالي، د اکسیجن تولید کمولو او د طبیعت اصلي بڼې له لاسه ورکولو لامل کیږي.
هغه زیاتوي: «د ځنګلونو وهل ددې سبب کیږي چې هوا په سم ډول تصفیه نشي. په کافي اندازه اکسیجن ته لاسرسی ونه لرو چې کولی شي د زړه ناروغۍ، سرطان او نورو روغتیايي ستونزو د زیاتوالي لامل شي. بدخشان، چې یو وخت د شنه ولایت په نوم پیژندل کیده، اوس یې ډیری سیمې په وچو او بې اوبو دښتو بدلې شوي دي. که دا لړۍ دوام ومومي، بدخشان به نور د زرغون ولایت په نوم ونه پیژندل شي.”
له دې سره هممهاله، د بدخشان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د طبیعي سرچینو امر روحالله نوري وايي، د ژمي په رارسیدو سره یو شمېر خلک اړ کیږي چې د سون توکو او تودوخې لپاره ونې قطع کړي.
هغه زیاتوي چې له دې سربیره غیر معیاري کان کیندنې هم د ځنګلونو د پراخې ویجاړتیا لامل شوې دي.
ښاغلی نوري وايي: «د راپورونو له مخې په شهر بزرګ، کران منجان او همدارنګه د ارغنجخواه ولسوالۍ کې چې د بهارک-فیض آباد سړک پر غاړه موقعیت لري، د ځنګلونو د وهلو کچه لوړه ده. د کرنې وزارت په دې برخه کې مستقیم اجرایوي واک نلري، خو د مکتوبونو او خبرتیاوو له لارې خلک پوهاوي چې ځنګلونه ونه وهي او له منځه وړلو یې ډډه وکړي.»
د یادونې ده چې له پرلپسې هڅو سره سره، د دې راپور د خپریدو تر وخته د بدخشان د امنیې قومندانۍ ویاند زنګونو او پیغامونو ته ځواب ورنهکړ.
بدخشان د هیواد یو له غرنیزو شنو ولایتونو څخه ګڼل کیږي، خو دې وروستیو کلونو کې روانې ځنګل وهنې د دې ولایت د اوسیدونکو او چاپېریالي متخصصینو ترمنځ د چاپیریال جدي اندیښنې راپورته کړي، هغه اندیښنې که له پامه وغورځول شي، د دې ولایت د طبیعت او د خلکو د ژوند لپاره نه جبرانیدونکي پایلې لرلی شي.