د اسلامي امارت د دفاع وزیر وایي چې خبرې اترې د سیمې د امنیت د ټینګښت لپاره تر ټولو غوره لار ده.
محمد یعقوب مجاهد، په کابل کې د چین له سفیر سره په کتنه کې د افغانستان او چین ترمنځ د دوهاړخیزو اړیکو، امنیتي همکاریو او د سیمې د وروستیو بدلونونو په اړه خبرې کړې دي.
د دفاع وزارت د خبرپاڼې له مخې، د چین سفیر په دې لیدنه کې د ارومچي د خبرو، د خپل هېواد د دریځ او راتلونکو چمتووالي په اړه خبرې کړي او د افغانستان د رغنده دریځ ستاینه یې کړې ده.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه هیله څرګنده کړې چې دا بهیر دوام ومومي.
بلخوا محمد یعقوب مجاهد ټینګار کړی چې د افغانستان تر امنیت وروسته، د سیمې امنیت هم ورته ډېر مهم دی او د شته ستونزو د حل غوره لار خبرې دي.