Asset 1SWN

امریکا کې د واورو او توفانونو له امله د مړو شمېر ۳۸ ته لوړ شوی

download

د امریکا په ۱۴ ایالتونو کې د تېرو څو ورځو واورو، توفانونو او سړې هوا له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۳۸ ته لوړ شوی.

د راپورونو پراساس، ۱۰ کسان یوازې په نیویارک ښار کې، چېرته چې تودوخه په تېرو اتو کلونو کې تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې وژل شوي.

امریکايي چارواکو ویلي، ښايي د مړینو شمېر نور هم لوړ شي.

همدارنګه د واورو او توفانونو په دلیل امریکا کې په سلګونه زره کورنیو او سوداګریزو مرکزونو برښنا هم قطع شوې او شاوخوا ۲۰ زره الوتنې لغوه شوي دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


چارواکو ویلي چې ښايي په سلګونه زره نورو کسانو هم برښنا پرې شي، نو په دې توګه یې غوښتنه کړې چې د برښنا او ګاز دواړو کارول کم کړي.

ورته وخت کې د امریکا د هوا پېژندنې ادارې له هغو کسانو چې سفر کوي غوښتنه کړې چې د سختې یخنۍ لپاره چمتوالی ونیسي، ځکه چې ځینو سیمو کې بهر پاتې کېدل په څو دقیقو کې د یخ‌وهلو لامل کېدی شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام