Asset 1SWN

سلام وطندار

پاکستان کې د سګرټ څښولو له امله د مړینې کچه لوړه شوې

1272367_3951561_Smokinggg_akhbar

پاکستان کې د سکرټ څښلو اړوند ناروغۍ له امله د کال څه باندې ۱۰۰زره کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي چې سوېلي‌اسیا کې د مړینې تر تولو لوړه کچه ده.

یادې مړینې ته په کتو دغه هېواد کې دا چاره د عمومي روغتیا د یوې سترې ننګونې ښکارندوینه کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د پاکستان کالوپ بنسټ په یوه څېړنه کې ویلي چې دغه هېواد باید د دخانیاتو د کنټرول لپاره تګ‌لارې جوړې کړي. په څېړنه کې وړاندیز شوی چې د سګرټ څښولو لپاره دې سخت قوانین جوړ شوي او ترڅنګ دې، مالیې پرې لوړې شي

په یاده څېړنه کې دا هم ویل شوي چې په عامه ځایونو کې د سکرېټ نه څښولو لپاره هم اوږدمهاله بندیز ولګول شي او خبرداری ورکړل شوی، که داسې ونه‌شي، پاکستان کې به د سګرټ څښولو اړوند ناروغیو له امله مړینه نوره هم لوړه شي.

پاکستان دا مهال د سیمې په کچه د سګرټ څښولو له امله د اړوند ناروغیو د مړینې ۷۸.۱سلنه او په نړیواله کچه ۷۲.۶سلنه مړینه لري.

په ورته مهال ګالوپ د ۲۰۲۲کال پرمهال پاکستان کې د یوې بلې څېړنې پرمهال موندلې وه چې د یادې څېړنې ۸۰سلنه سګرټ څښوونکي غواړي چې سګرېټ خوشې کړي.

پاکستان کې روغتیايي چارواکي وايي چې د سګرېټ څښولو یوه بله لویه اندېښنه د سرطان ناروغي ډېروالی دی.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

دوی همداراز په اندېښنې سره وايي چې سګرېټ څښول، د نورو نښه‌يي توکو د کارونې لپاره د یوې «دروازې» په څېر دی چې سګرېټ څښوونکی پر نشو د روږدي‌کېدو پر لوري بیايي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام