د پاکستان په پنجاب او سند ایالتونو کې د وروستیو سېلابونو له امله د مړو شمېر ۸۸۴ ته رسېدلی.
د راپورونو له مخې، سېلابونو کې ۴ زره کلي تر اوبو لاندې شوي او نږدې ۸۰۰ زره کسان بېځایه شوي دي.
د پاکستاني چارواکو په وينا، دامهال د ملتان سیمه د سختو سېلابونو له ګواښ سره مخ ده او د دې سيمې د ژغورلو لپاره پر دې فکر کېږي چې د «چناب» په نوم د اوبو بند مات کړي، څو اوبه بلې سیمې ته لاړې شي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
چارواکي ادعا کوي چې د هند له لوري د راخوشې شویو اوبو له امله دغه سېلابونه نور هم پياوړي شوي دي.
تر دې وړاندې د خیبرپښتونخوا ایایت چارواکو ویلي وو چې دغه ایالت کې وروستیو سېلابونو ۴۹۳ کیلومتره سړکونه او ۳۲ پلونه ویجاړ کړي چې د بیارغونې لپاره یې څه باندې ۹ میلیارد پاکستاني کالدارو ته اړتیا ده.