Asset 1SWN

سلام وطندار

اندونیزیا کې د ځمکې ښووېیدنې له امله د قربانیانو شمېر ۲۰ کسانو ته ورسېد

Y2RBKQLJMJM6PP7Q4U6XMZWN7A-ri9h01fw6t9z1tktcw3klxnc5eoqdh8512axoa28w8

د اندونیزیا د طبیعي پېښو د مخنیوي ادارې اعلان کړی چې په دغه هېواد کې د ځمکې ښووېیدنې له امله د قربانیانو شمېر ۲۰ کسانو ته لوړ شوی او ۴۲ نور کسان لا هم نادرکه دي.

هم‌مهاله، د اندونیزیا د سمندري ځواکونو ویاند، ادمیرال تانګول، نن (سه‌شنبه، د جنورۍ ۲۷ / د سلواغې ۷مه) تایید کړې چې ۲۳ سمندري سرتېري چې د اندونیزیا او پاپوانیوګیني ترمنځ د سرحدي ګزمې د تمریناتو پرمهال د ځمکې ښوویېدنې لاندې شوي وو، خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


دغه پېښه د روانې اوونۍ د شنبې په سهار د اندونیزیا د لوېدیځ جاوه ولایت کې رامنځته شوې ده.

د چارواکو په وینا، لږترلږه ۸۰۰ ژغورونکي، پوځیان او پولیس، د نهو بولډوزرونو په ملتیا، د نادرکه کسانو د لټون او ژغورنې لپاره د پېښې په ځای کې ځای پر ځای شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام