Asset 1SWN

سلام وطندار

د مرګ ګواښ؛ د پروان او کاپیسا غرنۍ سیمې لاهم پر ناچاودو توکو پوښلي

Afghan-UXO-Children

د پروان او کاپیسا ولایتونو غرنۍ او لرې پرتې سیمې چې د مالدارۍ او طبیعي ښکلا له مهمو مرکزونو څخه ګڼل کېږي، لاهم د جګړو د پاتو چاودېدونکو توکو له امله د مرګ له خاموش او دوامداره ګواښ سره مخ دي.

ځايي اوسېدونکي وایي چې د غرونو هره لاره اوس د ژوند پر ځای د وېرې او خطر نښه ګرځېدلې ده.

یوشمېر څاروي لرونکي او کلیوال چې هره ورځ دغو غرنیو سیمو ته د خپلو څارویو د څرولو لپاره ورځي، وایي، د ناچاودو مرمیو او ماینونو شتون یې ژوند له اندېښنو سره مخ کړی دی.

د پروان د بګرام ولسوالي یو مالدار شمع‌ریز وایي: «ما دوه زامن درلودل چې هغه مهال غرونو ته تللي وو، هلته د جګړې د پاتو مرمیو چاودنه وشوه. یو زوی مې لاس له لاسه ورکړ، بل یې سترګه ړنده شوه. زموږ ژوند ډېر بدل شوی، اوس هره ورځ چې څاروي غرونو ته بیایم، زړه مې له وېرې ډک وي.»

د کاپیسا یو اوسېدونکی غفور وایي: «زموږ یوشمېر څاروي د ماینونو ښکار شول. موږ له حکومت غوښتنه کوو چې دا سیمې پاکې کړي، ځکه خلک نور د دې وضعیت زغم نه لري.»

د پروان یو بل اوسېدونکی غلام‌نبي هم ورته اندېښنه لري: «په دې غرونو کې لا هم ناچاودې مرمۍ شته. خلک خپل غړي له لاسه ورکوي. باید سیمې په نښه شي او ماین پاکي جدي شي.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د ټولنیزو چارو کارپوه حکمت‌الله میرزاده بیا وایي چې دا ستونزه یوازې امنیتي نه، بلکې ژوره انساني او ټولنیزه ستونزه ده: «باید د ماین پاکۍ پروګرامونه بیا فعال شي، خطرناکې او منځنۍ ساحې وپېژندل شي او خلکو ته د ښوونځیو، جوماتونو او نورو عامه ځایونو له لارې پوهاوی ورکړل شي.»

د پروان د امنیې قومنداني ویاند فضل‌الرحیم مسکین‌یار وایي: «پروان هغه ولایت دی چې د پخوانیو جګړو له امله ډېرې قربانۍ ورکړې دي. هر کال د ناچاودو مهماتو له امله پېښې رامنځته کېږي. له موسسو زموږ غوښتنه ده چې خپل فعالیتونه بیا پیل کړي.»

د کاپیسا د امنیې قومنداني ویاند عبدالفتاح فایز بیا وایي: «په تګاب، اله‌سای، نجراب او کوه‌بند ولسوالیو کې لاهم خطرناکې سیمې شته. موږ هڅه کوو چې له خلکو سره په همغږۍ دا سیمې وپېژنو او اړوندو بنسټونو ته یې وسپارو.»

سره له دې چې په افغانستان کې جګړې پای ته رسېدلې دي، خو د هغې اوږدې اغېزې لاهم د خلکو پر ژوند سیوری غوړولی دی. په غرونو، دښتو او کلیو کې لاهم هغه خاموش خطر شته چې هره شېبه د یوې نوې فاجعې سبب کېدای شي.

په دې لړ کې وروستۍ پېښه په غزني ولایت کې رامنځته شوه چې د جګړې د پاتو مهماتو د چاودنې له امله څلور ماشومان ژوند له لاسه ورکړ او دا پېښه یو ځل بیا دا حقیقت څرګندوي چې د جګړې پای یوازې په اعلان نه، بلکې په خوندي او عملي ژوند کې معنا پیدا کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام