اسراییلي ځواکونه د غزې «الزیتون» سیمه کې د حماس کمین سره مخ شوي چې ۱۳ سرتېرو ته یې مرګژوبله اوښتې.
د راپورونو پر اساس، پېښه کې دوه اسراییلي ځواکونه وژل شوي، ۱۱ ټپیان دي او د ۴ نورو برخلیک په اړه مالومات نشته.
راپورونو کې ویل شوي چې ښايي یاد څلور اسراییلي سرتیري د حماس له لوري یرغمل شوي وي.
ورته وخت کې د اسراییل پوځ ویلي چې د څلورو ورکو شویو سرتیرو په لټه کې دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
پر اسراییلي ځواکونو د حماس دغه برید د ۲۰۲۳ کال له اکټوبر راهیسې د اسراییل لپاره تر ټولو سخته پېښه بلل کیږي.
د دغو اسراییلي ځواکونو په وژل کېدو سره، غزه کې د جګړې له پیل راهیسې د وژل شویو اسراییلي سرتیرو ټول شمېر ۴۵۵ ته لوړ شوی دی.
دې سره، الجزیرې خبري شبکې نن شنبې سهار غزې ښار کې د درنو بمباریو راپورونه ورکړي او ویلي، اسراییل د محاصره شوي فلسطیني خاورې تر ټولو لویې سیمې د نیولو پلان لپاره عملیات پراخ کړي دي.