Asset 1SWN

د کونړ مرګونې زلزله؛ له هرات څخه زلزله ځپلو ته مرستې واستول شوې

540089503_1186860606801034_250729591398755194_n

د هرات ځايي مسوولان وايي چې د دغه ولایت سوداګرو لخوا د کونړ زلزله ځپلو ته د مرستو لومړۍ جوپه واستول شوه.

د هرات د کانونو او صنایعو خونې مشر محمد ناصر امین نن (سه‌شنبه، سنبله ۱۱) وویل، د خوراکي توکو او درملو لومړنۍ جوپه چې ۱۵ موټرو کې ځای پر ځای شوي، د کونړ زلزله ځپلو ته واستول شوه.

هغه وویل، دا لومړی پړاو مرستې دي او راتلونکې کې به هم دوام وکړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د هرات د کانونو او صنایعو خونې مشر زیاتوي چې د هرات سوداګر به راتلونکي ګام کې د زلزله ځپلو لپاره د کور او سرپناه جوړولو په برخه کې هم اقدام وکړي.

د کونړ په نورګل، څوکۍ، چپې‌درې، پیچ‌درې او وټپور ولسوالیو او اسعدآباد ښار کې د وړمې شپې زلزلې له امله د تلفاتو شمېرې لوړې شوي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، دغه زلزله کې ۱۴۱۱ کسان مړه او ۳۱۲۴ کسان ټپیان شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام