د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو وايي، پر غزې مرګونه بریدونه چې له امله یې، سلګونه کسان ووژل شول، د اسراییلو د تازه بریدونو یوازې پیل دی.
نتنیاهو سهشنبه، ماښام په یوه ټلوېزیوني وینا کې وویل چې اسراییلي ځواکونه به پر حماس په زیاتېدونکې ځواک بریدونه وکړي او د اوربند راتلونکې خبرې به د ده پر ټکو تر اور لاندې وشي.
هغه وویل: «حماس د تېرو ۲۴ ساعتونو پرمهال د اسراییلي ځواکونو وزن احساس کړی او زه تاسو او هغوی ته ډاډ ورکوم چې دا یوازې پیل دی. موږ به جګړې ته دوام ورکوو، څو خپل اهداف ترلاسه کړو، زموږ د برمته شویو ازادېدل، د حماس لهمنځه وړل او دا چې له غزې به نور اسراییلو ته ګواښ نهوي.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
پر غزې د اسراییلو تازه بریدونو کې څه باندې ۴۰۴ کسان وژل شوي او ۵۶۰ نور ټپیان دي.
د غزې روغتیا وزارت چارواکي وايي چې اسراییلو د غزې په خان یونس، رفح، دیارالبلاح او نورو سیمو کې هم مرګوني بریدونه کړي دي.