Asset 1SWN

سلام وطندار

د ډنمارک لومړۍ وزیره: پر ګرینلنډ د امریکا برید به د ناټو پای شي

Danish Prime Minister Mette Frederiksen gives a press conference after the presentation of the programme of the Danish Presidency as part of a plenary session at the European Parliament in Strasbourg, eastern France, on July 8, 2025. Denmark holds the Presidency of the Council of the European Union until December 31, 2025 for the 8th time in its history. (Photo by Jean-Christophe VERHAEGEN / AFP)

د ډنمارک لومړۍ وزیرې مېته فریډریکسن خبرداری ورکړی، که امریکا د ګرینلنډ د نیولو یا تر مستقیم کنټرول لاندې راوستلو هڅه وکړي، د دې په وینا، دا به د ناټو پوځي تړون د پای لامل شي.

نوموړې دا څرګندونې تېره ورځ وروسته له هغې وکړې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا د ستراتیژیک ارزښت لرونکي ګرینلنډ د نیولو غوښتنه تکرار کړه.

فریډریکسن ویلي، ګرینلنډ د ډنمارک د سلطنت خپلواکه برخه ده او راتلونکی یې، یوازې د ګرینلنډ د خلکو له‌خوا ټاکل کېدای شي، نه د بهرنیو ځواکونو په فشار.!


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


هغې زیاته کړه چې د امریکا دا ډول کړنې د نړیوالو قوانینو او د ناټو د ګډو ارزښتونو خلاف دي.

دا خبرداری په داسې حال کې ورکول کېږي چې د امریکا له لوري پر ونزویلا پوځي برید او د دغه هېواد د مشر تښتول‌کېدو نړیوال غبرګونونه راپارولي او ګڼ هېوادونه د واشنګټن پر تهاجمي سیاستونو اندېښنه ښيي.

سیاسي شنونکي وايي، که امریکا پر خپلو متحدینو فشار ته دوام ورکړي، د ناټو یووالی به سخت زیانمن شي او نړیوال امنیت به له جدي ګواښ سره مخ شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام