د کندهار د «درې نور» د مرمرو کان د استخراج او پروسس تړون سهشنبه، سلواغې ۲۳مه د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست هدایت الله بدري او د ترکي امي اغلو شرکت د مشر موسی امي اوغلو ترمنځ لاسلیک شو.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست هدایت الله بدري په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې وویل، دغه کان چې درې کیلومتره مربع مساحت لري، د ۶،۲ میلیونه ډالرو په ارزښت د ترکیې «امياغلو شرکت» ته د ۳۰ کلونو لپاره ورکړل شوی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه وویل: «د درهنور مرمر کان د اکتشاف، استخراج او پروسس تړون مو له یوه ترکي شرکت سره لاسلیک کړ او دا شرکت ۶.۲ میلیونه ډالره پانګونه کوي او اکتشاف او استخراج په نړیوالو معیارونو کېږي.»
د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولان زیاتوي چې دغه تړون کې د روغتیايي او تعلیمي مرکزونو د جوړولو په شمول ټولنیز خدمتونه هم په پام کې نیول شوي.
د ترکیې امي اغلو شرکت مسوولان وایي، د دغه کان د استخراج په پیل سره به کندهار کې سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شي.
د ترکیې امي اغلو شرکت مرستیال موسی امي اوغلو وویل، دغه شرکت به افغان مرمر نورو هېوادونو ته هم معرفي کړي.
هغه وویل: «دغه شرکت په ټوله نړۍ کې د مرمرو، نفتو او صنعت د استخراج او پروسس په برخه کې فعالیت کوي. موږ اته میاشتې وړاندې رسمي کار پیل کړی وو او څلور میاشتې وړاندې مو په شاه وليکوټ ولسوالۍ کې یوه وړه کاري ساحه جوړه کړه چې ۱۰۰ کسان پهکې اوسیږي. موږ ژمنه کوو چې د افغانستان مرمر تر استخراج او پروسس وروسته نړۍ ته معرفي کوو.»
د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولانو تر دې وړاندې هم د هرات د غوریانو د اوسپنې کان د دویم بلاک د استخراج او د جوزجان د «یتیم طاق» د سمنټو د تولید د کارخونې تړون له ترکي شرکتونو سره لاسلیک کړی.
د دغه وزارت مسوولانو له چینايي، ترکي، ایراني او بریټانیوي شرکتونو سره د څه باندې ۶ میلیارد ډالرو په ارزښت د اوو سترو کانونو تړونونه هم لاسلیک کړي دي.