Asset 1SWN

سلام وطندار

د افغانستان بانک تېرو څلور کلونو کې ۱۵ میلیارد زړې افغانۍ سوځولي

زړې افغانۍ

د افغانستان بانک مسوولان وايي چې په تېرو څلورو کلونو کې یې ۱۵ میلیارده زړې افغانۍ له بازاره راټولې او سوځولې دي.

د افغانستان بانک ویاند، حسیب‌الله نوري نن (شنبه، تلې دولسمه) په یوه ویډیويي پیغام کې له هېوادوالو غوښتنه کړې چې د بانکنوټو په ساتنه او سم استعمال کې پام وکړي، څو تر ټاکلي وخت وړاندې له‌منځه لاړې نه‌شي.

نوري زیاته کړه چې د بانک‌دارۍ ډیجیټلي کېدل د افغانستان بانک له مهمو لومړیتوبونو څخه دي. هغه له خلکو وغوښتل چې د برښنایي کارتونو په ترلاسه کولو سره د ډیجیټل بانکوالۍ خدماتو په پراخېدو کې له دغه بانک سره همکاري وکړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د افغانستان بانک د مسوولانو په وینا، د برښنایي تادیاتو کارتونو کارول یو له اغېزمنو لارو څخه دي چې د بانکنوټو د زړېدو مخه نیسي.

دوی زیاته کړه چې دغه کار نه یوازې د پیسو په ساتنه کې مرسته کوي، بلکې هېوادوالو ته د نوې ټکنالوژۍ پرمټ د اسانتیاوو لرونکي بانکي خدمات هم برابروي.

د افغانستان بانک د یادو زړو افغاني بانک‌نوټونو د راټولو او سوځولو پرځای بازار ته نوي افغاني‌ بانک‌نوټونه هم وړاندې کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام