د افغانستان بانک اعلان کړی چې د هېواد په لوېدیځ زون کې یې، څه باندې ۶۶۰ میلیونه او ۷۰۰زره زړې افغانۍ سوځولي دي.
د افغانستان بانک نن «پنجشبنه، غويي یوولسمه» په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې په سوځول شویو زړو افغانیو کې «۱۰، ۲۰، ۱۰۰، ۵۰۰ او ۱۰۰۰ افغانیو نوټ» شامل دي.
د خبرپاڼې له مخې، دغه شمېر افغانۍ چې له چلښت لوېدلې وې، د یاد بانک د پلاوي په حضور کې له کره شمېرنې وروسته سوځول شوي دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د افغانستان بانک دویم مرستیال محمداخند له هېوادوالو غوښتنه کړې چې په ورځنیو راکړو ورکړو کې د افغانۍ ساتنې ته پام وکړي، څو له چلښت ونهلوېږي.
د افغانستان بانک په خبرپاڼه کې همداراز راغلي چې د زړو افغانیو راټولېدنه او سوځول د یوه ځانګړي طرزالعمل له لوري کېږي چې هدف یې، د مالي نظم او په چلښت کې د پیسو کیفیت ساتنې ته پام دی.
د افغانستان بانک له دې وړاندې هم د هېواد په بېلابېلو زونونو کې له چلښت لوېدلې او زړې افغانۍ راټولې او سوځولې دي.