Asset 1SWN

د افغانستان بانک څه باندې څلورمیلیارډ او ۸۶۷ میلیونه زړې افغانۍ سوځولي

زړې افغانۍ

د افغانستان بانک مسوولان وايی چې د تېر یوه کال پرمهال یې، په ټولیزه توګه څلور میلیارډ، ۸۶۷ میلیونه او ۸۰۲زره زړې افغانۍ له بازار راټولې او سوځولې دي.

د دوی په وینا، دغه مندرس بانک‌نوټونه له بازار راټول او له طرزالعمل سره سم سوځول شوي دي. دغه زاړه بانک‌نوټونه د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو راټول شوي.

د افغانستان مسوولان زیاتوي چې د تېرکال پرمهال په بېلابېلو بڼو ۴۱ میلیارډ او ۵۱۲ میلیونه افغانۍ نوي بانک‌نوټونه بازار ته وړاندې شوې دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د افغانستان بانک مسوولانو دغه څـرګندونې نن چهارشنبه، زمري لومړۍ نېټه د یاد بانک د یو کلنو لاسته‌راوړنو د تشرېح پروګرام کې کړې دي.

په ورته مهال تېرکال د بانکونو له لوري د ماليٍ تمویلاتو وړاندې شوې کچه ۱۷سلنه لوړه شوې او د پیسو نړیوال لېږد برخه کې شته ستونزې تر ډېره بریده کمې شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام