د اوکراین په شمالختیځ کې پر خارکېیف د روسیې د بېپېلوټه الوتکو په پراخو بریدونو کې درې کسان وژل شوي او ۶۰ نور ټپیان دي.
دغه ښار د روسیې له پولې ۳۰ کیلومټره لرې دی او د اوکرایني چارواکو په وینا، روسي ځواکونو په دوو هستوګنیزو سیمو ۱۷ ډرون بریدونه کړي دي.
چارواکي زیاتوي چې په ټپیانو کې ماشومان هم شامل دي.
بلخوا د اوکراین هوايي ځواک وايي چې بېګاه شپه یې، د روسیې ۴۰ بېپېلوټه الوتکې رانسکورې کړې دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
روسیه دغه بریدونه د اوکراین د هغه برید په غچ کې کوي چې له کبله یې، د مسکو یوه پوځي اډه په نښه شوې او ګڼشمېر پوځي تجهیزات ویجاړ شوي وو.
روسیې د روانې اوونۍ د دوشنبې شپې پرمهال پر اوکراین د ۵۰۰ بېپېلوټه الوتکو برید وکړ او یوه شپه وروسته یې، بیا ۳۱۱۵ ډرون او اووه توغندي د کېیف پر لوري ووېشتل.
د یادو بریدونو په لړ کې اوکراین هم پر روسیې د ډرون بریدونه وکړل چې د روسیې دفاع وزارت وايي، ۳۲ ډرون الوتکې یې، نسکورې کړې دي.