Asset 1SWN

لغمان کې فرهنګپالان: تاریخي سیمو کې دې سیلانیانو ته اسانتیاوې رامنځته شي

4c3h347a5b9f2827nox_800C450

د لغمان مرکز مهترلام بابا زیارت کې د وخت د امیر شاه شجاع لنګر یا چای خانه چې نوموړي به د خپلې حکومتولۍ پرمهال یاده سیمه کې د چای لپاره دمه کوله.

دغه زیارت او لنګرخانې ته به چې له مهترلام ښاره لرې یوه دښته کې دی، پخوا کلونو کې په ځانګړي ډول د ژمي او پسرلي پرمهال سلګونه او ان زرګونه سیلانیان د لیدو لپاره ورتلل، خو سږکال بیا دا بهیر کمرنګه دی.

دا زیارت خپل تاریخي او مذهبي ارزښت لري، خو په دښته کې له جوړ یاد زیارت سره یوازې د ونو له سیوریو او هلته د څو کسانو له‌خوا د چپسو، ځلوبیو او چای له تیارونکو پرته هېڅ نشته چې ښايي د سیلانیانو د ورتګ کمېدو یو لامل یې هم همدا وي.

د لغمان فرهنګ‌پالان هم تاییدوي چې مهترلام زیارت ته د پخوا په پرتله د سیلانیانو ورتګ کم شوی، خو نیوکه کوي چې هلته د سیلانیانو لپاره اسانتیاوې نه لیدل کېږي.

دوی وايي، که حکومت دغه زیارت ته د ورتلوونکو سیلانیانو لپاره د اسانتیاوو غم ونه‌خوري؛ ښايي راتلونکي کې مهترلام ته د سیلانیانو ورتګ هم تر ټولو ټیټې کچې ته ورسېږي.

لغمان کې فرهنګ‌پال علي سلام‌وطندار ته وویل: «د مهترلام بابا د زیارت شاوخوا یو څو ونې وې، هغه هم وهل شوې، هلته د سیلانیانو لپآره ان سیوری هم نشته، زمونږ غوښتنه دا ده چې دولت دېته پام وکړي او په کار ده چې هلته یو پارک هم جوړ کړي، څو ورتلونکو سیلانیانو ته لږ تر لږه اسانتیاوې برابرې شي.»

د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ پخوانی رییس فیضان‌الله پټان بیا وايي، لغمان د ګرځندویانو لپاره ټولې اسانتیاوې لري، خو د مدیریت لپاره یې باید کار وشي.

نوموړي وویل، شنې ساحې، ځنګلونه، اوبه او تاریخي سیمې د ګرځندویانو د جذب لپاره تر نورو مهمې بلل کېږي چې لغمان له دې ټولو څخه برخمن دي.

هغه وویل: ««د مهترلام په هدیره کې له کندهار څخه تر هندوستان پورې د افغانانو د حاکمانو د کورنیو جسدونه خښ دي، غازي محمد شاه خان بابکر خیل چې د وخت سپه سالار او د وزیر محمد اکبر خان خسر و د هغه مقبره هم دلته ده چې دا باید خلکو ته ور وپېژندل شي. دا کار نه یوازې دا، چې د مهترلام بابا ارزښت لوړوي؛ بلکې دا د خلکو لپاره نور هم دلچسپه کوي.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


لیکوال او شاعر حیات خیبر وايي، لغمان مهترلام زیارت د لویو غازیانو هدیره ده؛ خو په اوس کې ورته هیڅ پآم نه دی شوی. نوموړی هم له حکومته غواړي چې دې برخې ته خپله پاملرنه زیاته کړي.

هغه زیاته کړه: «د مهترلام بابا زیارت د تاریخي ابداتو یوه مهمه برخه ده او د افغان غازیانو هدیره ده. دا په لغمان کې د ګرځندویانو د ورتګ لپاره مهمه سیمه بلل کېږي، خو اوس ورته پام نه دی شوی، زمونږ غوښتنه دا ده، چې دولت باید ورته پاملرنه زیاته کړي.»

ورته مهال د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د تاریخي ابداتو د ساتنې عمومي مدیر محمدنادر مخور وايي، لغمان مهترلام ښار کې اته تاریخي ابدې لري چې د هېواد په کچه شهرت او ملي ارزښت لري.

نوموړی هم تاییدوي چې دې وروستیو کې د مهترلام بابا زیارت ته د ورتلونکو سیلانیانو شمېر کم شوی؛ خو ژمنه کوي چې هلته به ګرځندویانو لپاره ټولې اسانتیاوې برابروي.

نوموړي وویل: «مونږ هڅه کوو چې د مهترلام زیارت ته د ګرځندویانو پام ور واړوو، د دې لپاره بروشرې هم چاپوو او چاپیکړې مو هم دي او له مختلفو ادارو سره چې په دې برخه کې کار کوي تماس کې یو تر څو یاد زیارت ته د سلانیانو پام راواړوو او دغه راز د ګرځندویانو لپاره اسانتیاوې هم برابرې کړو، ترڅو دغه زیارت ته د ګرځندویانو پام بېرته راوګرځي.»

د مهترلام بابا د زیارت ودانۍ د امیر حبیب الله خان د واکمنۍ پرمهال په بشپړ ډول او د حامد کرزي په واکمنۍ کې یې یو څه برخې بیا ورغول شوې.

دا له عقیدوي او مذهبي اړخه هم په خلکو کې لوړ مقام لري او تاریخي روایتونه ښيي چې مهترلمک، چې وروسته په مهترلام بدل شو، د نوح علیه سلام پلار وو. د مهترلام بابا په اړه په پښتو ګڼې لنډۍ او بیتونه هم ویل شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام