Asset 1SWN

لوګر کې د کرېکټ غوراوي سیالي پای ته ورسېدې

0cbf57bd-8a19-4f24-8315-e556bbf307cc

د لوګر د کرېکټ امریت مسوولان وایي، دغه سیالي د ۱۷ کلنو څخه کم عمره ځوانانو ترمنځ درې ورځې وړاندې د ولایتي منتخبې لوبډلې د جوړولو په موخه  پیل شوې وې چې د لوګر A(U17) لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.

د کرېکټ امر، حشمت‌الله ستانکزي سلام‌وطندار ته وویل: «دغه سیالي چې د ولایت منتخبې لوبډلې د جوړولو په موخه د ولایت په کچه د څلور مخکښو لوبډلو او شاوخوا ۶۰ تنو لوبغاړو ترمنځ پرلاره اچول شوې وي، د لوګر کرټ A لوبډلې د خپل مهارت، همغږي او زړورتیا له مخې د نورو سیالو لوبډلو پر وړاندې غوره لوبې وکړې او بریا یې ترلاسه کړه.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


ستانکزي، د یادو سیالیو موخه د ولایتي منتخبې لوبډلې جوړول یاد کړ او زیاته یې کړه، چې له دې سره به د لوګر په استازیتوب په سیالیو کې وړ لوبغاړي ولوبیږي.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې د لوګر په کچه د لوبډلو ترمنځ د سولې جام تر سرلیک لاندې سیالۍ د احمد اباد لوبډلې په بریا پای ته رسېدلي وو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام