د پکتيکا په مرکز ښرنه کې د کرېکټ يوشمېر لوبغاړي وايي چې د پاکستان د پوځي رژيم له لوري په ارګون ولسوالي کې د کرېکټ په لوبغاړو شوي بريد په تړاو دې نړيوالې ادارې بېپرې څېړنې وکړي.
دوی يادې څرګندونې په مرکز ښرنه کې د شهيد شو لوبغاړو روح ته د دعا په مراسمو کې وکړې.
د کرېکټ لوبغاړي محمداسحاق وويل چې ورزش د ملتونو او خلکو ترمنځ د يووالي رامنځتهکېدو لپاره د پل حيثيت لري، خو په خبره يې، د پاکستان پوځي رژيم له ټولو اصولو نه په سرغړونې سره د کرېکټ لوبغاړي په نښه کړل.
هغه د کرکټ له نړيوالې شورا «ایسيسي»څخه غوښتنه وکړه چې د کرېکټ په لوبغاړو شوي بريد څېړنه دې وکړي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د پکتيکا د ولايتي کرېکټ لوبو یوه لوبڅار محمديعقوب هم د کرېکټ له نړيوالې شورا غوښتنه وکړه چې د کرېکټ لوبغاړو باندې د برید له امله دې د اعتراض په توګه د پاکستان له کرېکټ بورډ سره خپلې اړيکې کمې کړي. هغه وويل د پاکستان په هوايي بريدونو کې د کرېکټ با استعداده لوبغاړي شهيدان شوي دي.
په يادو مراسمو کې د پکتيکا د کرېکټ امر شېردل دانش وويل چې د پاکستان د وړمې شپې بريد کې څلور د انټرکلب سياليو او څلور نور هغه، د کليوالي کرېکټ لوبغاړي شهيدان شوي دي.
هغه دغه راز وويل چې بريد پر هغو لوبغاړو شوی چې په مرکز ښرنه کې له لوبې وروسته ارګون ولسوالي ته ستانه شوي او د ميراجان په نوم د يوه لوبغاړي په کور کې سره راټول شوي و چې هوايي برید پرې شوی دی.