د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولان وايي، کندهار کې د احمدشاه بابا کور رغنيزې چارې بشپړې او د سېلانيانو پر مخ پرانیستل شو.
د دغه وزارت ویاند خُبیب غُفران تېره ورځ پر اېکسپاڼه لیکلي چې کندهار کې د لوی امپراتور احمدشاه بابا کور د لومړي فاز د بیارغونې چارې په ۱۷.۵ ميليون افغانیو د ۱۷ میاشتو په موده کې بشپړې شوي.
هغه ویلي چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د دغه ډول تاریخي ځایونو ساتنې او بیارغونې ته جدي پاملرنه لري او د هيواد په نورو ولايتونو کې هم ورته تاریخي ابدې رغول شوي او د نورو د رغولو چارې به ترسره شي.
د یادونې ده چې یاد کور د بخارايي سبک له مخې رغول شوی چې شپږ اساسي خونې، دوه کومکي اطاقونه، دوه پوړه او یوه تهکوي لري.