Asset 1SWN

سلام وطندار

لوګر کې په ۱۹ میلیونه افغانۍ د رغنیزو پروژو چارې پیل شوې

غغ

د لوګر کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وایي چې د ملګروملتونو د خوړو او کرنې نړیوال سازمان (FAO) له لوري په مرکز پل‌علم او درې ولسوالیو کې د ۱۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د کرنې اړوند ۱۲ رغنیزو پروژو چارې پیل شوې.

د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست رییس مولوي عبدالروف سعید جوړې شوې غونډې ته وویل، دا پروژې په مرکز پل‌علم، محمداغې، بره‌کي برک او څرخ ولسوالیو کې په راتلوونکو درېوو میاشتو کې پلې کېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

سعید زیاته کړه، په یادو پروژو کې به شاوخوا ۱۲۰۰ وزګارو کسانو ته د درېوو میاشتو لپاره د کار زمینه هم برابره شي.

ده وویل،«په یادو دولس پروژو کې کانالونو کېندل، د کانالونو استنادي دیوالونو جوړول، ځمکې لاندې اوبو مدیریت کول او شاوخوا ۶۱ زره متره معکبه ترنچونو کېندل شامل دي.»

د مرکز پل علم یوه بزګر جنت ګل وویل، خوښ ده چې د کرنې ریاست له لوري په مرکز پل علم او یو شمیر ولسوالیو کې د کرنې اړوند ۱۲ پروژې پلې کیږي.

ده وویل، د یادو پروژو له پیل سره به سلګونه وزګارو کسانو ته د کارکولو زمینه برابره شي او همدارنګه به د پروژو له پرانېستې سره د اوبو ضایعاتو مخنیوی وشي او کرنې او بڼوالۍ لپاره به په کافي اندازه اوبه برابرې شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

باید وویل شي چې له دې وړاندې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړیوال سازمان (FAO) له لوري ورته پروژې عملي شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام