د کندهار کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وايي چې د ملګروملتونو پراختیایي پروګرام «یواېنډيپي» په مالي ملاتړ د دغه ولایت په سپینبولدک کې د درېوو کانالونو د جوړېدو چارې پیل شوې.
دغه کانالونه د سپینبولدک په زنانه مارکیټ، کسیِ او ستون کارېز سیمو کې د ۵.۸ میلیونه افغانیو په ارزښت جوړېږي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د کندهار د کرنې ریاست ویاند محمدحنیف حقمل وايي چې د یادو کانالونو څخه یې، د زنانه مارکېټ اوبورسولو کانال جوړېدو چارې پیل شوي دي.
د نوموړي په وینا، دغه کانال به د ۱۸۰ متره په اوږدوالي، ۵ متره په پراخوالي او ۱،۳۰ مترو په لوړوالي سره په اساسي ډول ورغول شي. د یاد کانال جوړېدو سره سم ۱۰ کسانو ته په فني او ۳۰ کسانو ته په غیرفني برخو کې د کار زمینه هم برابره شوې.
حنیف زیاته کړه چې دا کانال د بولدک ولسوالي د کرنیزو ځمکو او باغونو د اوبولګولو په موخه جوړېږي او د سیمې د زرګونو بزګرانو لپاره د اوبو د دوامداره او خوندي لاسرسي په برخه کې یو مهم پرمختګ رامنځته کولای شي.
کندهار بولدک ولسوالي کې د یاد کانال جوړېدو وروسته به د اوبورسولو دوه نور کانالونه هم جوړ شي.