غزني کې په څه باندې ۴۴۷.۹ میلیون افغانیو د مقُر – ناوې ۲۰.۵ کیلومتره سړک د رغونې چارې پیل شوې.
د ټولګټو وزارت ویلي، دغه سړک ۲۰.۵ کیلومتره اوږدوالی او ۱۲.۳ متره پلنوالۍ لري چې په اوږدو کې یې د دوه پایې پلونو د رغونې کار هم شامل دی.
د دغه سړک رغنیزې چارې به د ۱۸ کاري میاشتو په موده کې بشپړې شي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د مقُر – ناوې سړک د رغونې چارو په جریان کې د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره شوې.
چارواکي وايي چې د دغه سړک په رغېدو سره به، د غزني د مقُر، ناوې او ګیلان ولسوالیو او د زابل او پکتیکا ولایتونو د اوسېدونکو د تګ راتګ او کرنیزو توکو د انتقالاتو ستونزې هوارې شي.