Asset 1SWN

سلام وطندار

په ۴۵۵ میلیون افغانیو د کابل ـ بګرام سړک د جوړېدو چارې پيل شوې

HA8t9QGbsAAG4BV

د اسلامي امارت د ریاست‌ الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر نن د کابل ـ بګرام سړک د جوړېدو چارو د پيل پرانیسته وکړه.

ښاغلی برادر د کابل ـ بګرام سړک د کابل ښار له مهمو نښلوونکو لارو څخه بولي او وايي، دا سړک د نوي کابل ښار له اساسي ټرانسپورټي زېربناوو څخه دی چې د ښاري پراختیا، ټولنیزو فعالیتونو او اقتصادي اړخه مهم بلل کېږي.

د کابل ـ بګرام سړک ۶.۲ کیلومتره اوږدوالی او شاوخوا ۵۰ متره سور لري چې ۴۵۵ میلیون افغانۍ لګښت پرې راځي او مالي تمویل یې د اسلامي امارت له لوري کېږي.

د دغه سړک جوړولو چارې به دوو کلونو کې بشپړې شي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د سیمې او نړۍ له هېوادونو وغوښتل چې له افغانستان سره مثبت تعامل د اوسني وخت اړتیا ده او د سيمه‌‌ییز او نړیوال اتصال د پیاوړي کولو او مشترکو پراختیايي اهدافو د تعقیب مهم رکن دی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


نوموړي زياته کړه، له دې حقیقت څخه سترګې پټول د مشترکو اساسي موخو تعقیب او ترلاسه کول کمزوري کوي او شته بالقوه فرصتونه په لوی لاس ضایع کوي.

هغه وویل: «ټول هېوادونه د خپل جغرافیوي موقعیت، هوايي حریم، کاري قوې، خامو موادو او صادراتو او وارداتو له اړخه یو بل ته اړ دي او دا اړتیاوې هغه وخت په سمه توګه پوره کېدلی شي چې د نړۍ هېوادونه د رسمي اړیکو په چوکاټ کې د تعامل جرأت وکړي چې دا کار د ټولو په ګټه دی.»

د ریاست‌ الوزرا اقتصادي مرستیال یو ځل بیا له هیوادونو وغوښتل چې هر څوک باید د افغانستان له سرتاسري امنیت، اقتصاد محوره سیاست، د نورو هېوادونو په چارو کې د نه لاسوهنې، د سیاسي او اقتصادي تعامل پیاوړې ارادې او نورو ورته فرصتونو څخه لازمه ګټه واخلي او هڅه ونه کړي چې رامنځته شوي فرصتونه په ګواښونو بدل شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام