پکتيکا کې چارواکي وايي چې د یاد ولایت اړوند اوو ولسواليو ته د شاوخوا ۱۲۶ ميليونه افغانيو په لګښت د نويو ودانيو د جوړيدو چارې پيل شوې.
د پکتيکا د اطلاعاتو او فرهنګ رياست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د اسلامي امارت د مشرتابه د ځانګړي حکم له مخې، اوو ولسوالیو ته د ۱۲۶.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ودانیو جوړلو چارې پیل شوې.
خبرپاڼه کې زياته شوې چې اومنه، چهابران، ګیان، شکین، نعمتاباد، ګومل او وړممۍ د پکتیکا هغه اووه ولسوالي دي چې اداري ودانۍ يې نه درلودې.
يادې ودانۍ په پاخه او اساسي ډول د يو کال په موده کې جوړيږي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
خبرپاڼه کې د پکتيکا مرستیال والي مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت له قوله ویل شوي چې يادو اوو ولسوالیو ته نوې ودانۍ په دوو پوړونو کې جوړېږي چې هر يو به يې د ۲۲ ادارو خونو سربېره نورې ټولې اسانتیاوې ولري.
د يادو ولسواليو اوسېدونکي ولسواليو مقامونو ته د ودانيو په جوړويدو خوښي څرګندوي وايي چې خلکو ته به د رسمي کارونو خلاصولو برخه کې ګڼې اسانتياوې رامينځته شي.
د يادونې وړ ده چې د ياد ولايت د نکې ولسوالي ته هم د ۲۲ ميليونه افغانی په لګښت نوې وداني جوړه او ګټېاخيستنې ته سپارل شوې ده.