د هرات ځايي مسوولان وايي، دغه ولایت کې په ۶ زره جریبه ځمکه د کډوالو لپاره د یوه معیاري ښارګوټي جوړولو چارې پیل شوې.
د ریاستالوزرا اداري او د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمیسیون مشر مرستیال عبدالسلام حنفي وویل، دغه ښارګوټی به د ژوند ټولې اسانتیاووې ولري.
دغه ښارګوټی د هرات په زندهجان ولسوالي کې جوړیږي.
دا داسې مهال دی چې د سرپناه نهشتون د بیرته راستنېدونکو افغانانو اصلي ننګونه شمېرل کیږي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دا داسې مهال دی چې د ریاستالوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي تېره ورځ ویلي، ټاکل شوې د هېواد په ۲۵ ولایتونو کې د بیرته راستنېدونکو لپاره ۳۵ ښارګوټي جوړ شي.
هغه تېره ورځ د هرات اسلامکلا کې د کډوالو د بیرته راستنېدو بهیر څخه هم لیدنه کړې او ویلي، که چېرې له پولې هاخوا د افغان کډوالو حقوق تر پښو لاندې شوي وي، سرپرست حکومت به دغه مسله په جدي توګه تعقیب کړي.
ورته وخت کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې مشر شهابالدین دلاور وايي، د هرات اسلامکلا بندر کې یې بیرته راستنېدونکو ته د خدماتو رسولو کچه لوړه کړې.
هغه وویل، دغه اداره هره ورځ تر شپږ زره بیرته راستنو شویو ته ډوډۍ چمتو او وېشي.
دا داسې مهال دی چې دې وروستیو کې له ایرانه د افغان کډوالو د راستنېدو لړۍ چټکه شوې ده.