Asset 1SWN

پکتیا کې د پاکواوبو رسونې د يوې شبکې د جوړولو چارې پیل شوې

FB_IMG_1754382340675

د پکتیا د کلیوبیارغونې او پراختیا ریاست مسولان وايي چې د مرکز ګردېز اړوند د ملا قدرت کلي کې د پاکو اوبو رسونې د یوې شبکې د جوړولو چارې پیل شوې.

د کليو او پراختيا رياست وياند ايميل عمر وويل چې ياده شبکه باندې ۷،۷ ميليونه افغانی لګښت کېږي چې ۱۵۲ کورنیو ته به پاکې اوبه برابرې شي.

هغه زیاته کړه چې د يادې شبکې د جوړولو لګښت د ملګروملتونو د پراختيايي ادارې UNDP له لوري ورکول کېږي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


نوموړي په وینا، تر دې وړاندې د يادې سيمې اوسېدونکو پاکو اوبو ته لاسرسی نه‌درلود چې د يادې شبکې په جوړېدو سره به خلکو ته پاکې اوبه ورسيږي.
د دی پروژې د کار په بهیر کې به سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام