د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له پراختیایي بودیجې څخه تمویلېدونکې دا پروژه، د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په مشري او د طبیعي سرچینو امریت تر څارنې لاندې عملي کېږي.
په پرانیستونکو مراسمو کې د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال وزیر مولوي باز محمدفیضان وویل: «اسلامي امارت تل هڅه کوي چې د اوبو د مهار او مدیریت په برخه کې بزګرانو ته هر اړخیزه امکانات برابر کړي. دا ډول پروژې نه یوازې د اوبو د ضایع کېدو مخه نیسي، بلکې د کرنې د پیاوړتیا او اقتصادي ځانبساینې لامل هم ګرځي.»
د کندهار کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالرشید منیب په خپله وینا کې ټینګار وکړ چې د کرنې ریاست موخه د بزګرانو د ظرفیت لوړول او د عملي پوهاوي خپرول دي.
نوموړي وویل: «موږ هڅه کوو چې د اوبو مهارولو ترڅنګ د بزګرانو د روزنې، واکسینونو، او کرنیزو مشورو په برخه کې مؤثر ګامونه واخلو. د خلکو همکاري زموږ د بریا اساسي شرط دی.»
د کندهار د کرنې ریاست د طبیعي سرچینو امریت انجینیر نورمحمد همکار د تخنیکي اړخونو په اړه وویل: «یاد چکډیم ۱۳.۵ متره لوړوالی، ۶ متره عرض، او ۱۲۲ متره اوږدوالی لري، چې ۵۰ کیلومتره د اوبو نیولو ساحه برابروي. د دې چکډیم د جوړېدو چارې به د یو خصوصي شرکت له لوري په درې میاشتو کې په ډبرین او معیاري ډول بشپړې شي.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د همکار په وینا، چکډېم به د ۱.۶ میلیونه متره مکعب اوبو د ذخیره کولو وړتیا ولري او له هغه څخه به نږدې ۱۸زره بزګران د ۹زره جریبه ځمکې خړوبولو لپاره ګټه واخلي.
د سیمې یو اوسېدونکی محمد اغا کندلانی چې په پرانیستونکو مراسمو کې ګډون کړی و، وایي: «موږ له کلونو راهیسې د اوبو د کموالي له ستونزې سره مخ وو. اوس چې دا چکډیم جوړېږي، زموږ د ژوند هیله بېرته راژوندۍ شوې ده.»
د سیمې یو بل بزګر عبدالواسع هم د حکومت له هڅو خوښي څرګنده کړه او ویې ویل: «کله چې باران راسي، زموږ ټولې اوبه به له منځه تللې. اوس به دا اوبه زموږ د ځمکو لپاره زیرمه شي، دا د خدای یو نعمت دی.»
د کرنې وزارت مسوولان وایي چې د دې چکډېم جوړېدل به د ښکته شاوليکوټ او شاوخوا سیمو د بزګرانو اقتصاد ته نوې ساه ورکړي.
همدارنګه، دا پروژه به د وچکالي پروړاندې د مبارزې، د ځمکې لاندې اوبو د کچې د لوړولو، او د خلکو د کارموندنې په برخه کې مهم رول ولوبوي.
د یادونې ده چې یوازې درې ورځې وړاندې هم په کندهار کې د درېوو نورو ولسوالیو لپاره د ۴.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د یو چکډېم د جوړېدو او دوو نورو د بیارغونې چارې پیل شوې وې.