د پکتیا محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د یوه کانال و سربند د جوړېدو چارې بشپړې او ګټېاخیستنې ته سپارل شوي دي.
د یاد ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا رياست له لوري نن شنبه، لیندۍ ۱۷مه سلاموطندار په لېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې دغه سربند او کانال د څمکنیو ولسوالي په مندهخېلو کې جوړ شوي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د خبرپاڼې له مخې، د اړوند وزارت له لوري دغه سربند او کانال ترڅنګ محافطوي دیوال د ۱،۵ ميليونه افغانيو په لګښت رغول شوي دي.
خبرپاڼه کې زياته شوې چې سربند ۱۳٫۷ متره اوږدوالی او ۱٫۲متره لوړوالی همداشان کانال ۱۶ متره او محافظوي ديوال (۴۱) متره اوږدوالی لري.
خبرپاڼه کې دا هم ويل شوي چې د يادې پروژې په بشپړېدو سره به د مندهخېلو کلي لسګونه جريبه کرنيزه ځمکه خړوبه شي.
د یادې پروژې د کار په جریان کې لسګونه کسانو ته د کار کولو زمینه هم برابره شوې وه. دغه ولایت کې له دې وړاندې هم د چکډېمونو ترڅنګ نورې رغنیزې پروژې پلې شوې دي.