Asset 1SWN

پکتيا کې په ۲۵ ميليونه افغانيو د يوه سړک د جوړېدو چارې پيل شوې

یبیبیب

د ګردېز ښاروالي مسوولان وايي چې د ښار اړوند د ولايت مقام او امنيه قومنداني ترمنځ د کابل- ګردېز عمومي لين سړک د ۱۲۰۶ مترو په اوږدوالي د جوړيدو چارې پيل شوې دي.

د ياد سړک د جوړېدو چارو پيل مراسمو کې ګردېز ښاروال حبيب‌الله اخندزاده حامد وويل چې د ياد سړک لګښت د ښاروالي له بوديجې ورکول کېږي چې چارې به یې، د ژمي تر رارسيدو وړاندې بشپړې شي.

مسوولانو وويل، دا سړک چې د کابل- ګردېز عمومي لين هم دی چې پخوا جوړ شوی و، اوس خراب شوی چې ښاريانو ترڅنګ يې، د نورو ولايتونو ډریورانو ته هم ستونزې جوړې کړې وې.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


په يادو مراسمو کې بيا د پکتيا مرستيال والي انعام‌الله صلاح‌الدین وويل چې د پروژو تطبيق پرمهال د چارو کيفيت ته بايد ځانګړی پام وشي.
هغه وويل چې د ژمي تر رارسيدو وړاندې به د ياد سړک چارې بشپړې شي او د ګردېز ښاريانو ترڅنګ به د نورو ولايتونو مسافرو ته اسانتياوې رامنځته شي.

ګردېز ښاريان هم د ياد سړک دوباره جوړېدو باندې خوښي څرګندوي.

ګردېز ښار اوسېدونکي احسان وويل چې د ياد سړک خرابوالي له امله خلک له ګڼو ستونزو سره مخ و او په جوړيدو به يې خلکو ته د تګ‌راتګ په وخت اسانتياوې رامنځته شي.

هغوی د ښاروالي له مسولانو غوښتنه وکړه چې د سړک جوړيدو پرمهال دې د چارو کيفيت ښه والي ته پام وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام