Asset 1SWN

هلمند کې د ۳۵۰ مټره پُل او ۲۷.۵ کیلومټره سړک د جوړېدو چارې پیل شوې

IMG-20240726-WA0008

د هلمند مرکز لښکرګاه ښار اړوند سیمه کې د کندهار-هرات پر لویه لاره د څه باندې ۲۷ کیلومټره سړک او پر هلمند سیند د ۳۵۰ پل د جوړېدو چارې پیل شوې.

یاد سړک ټولټال ۲۷.۵ کیلومټره اوږدوالی او ۱۲ مټره پلنوالی لري. ترڅنګ یې د لښکرګاه ښار د پنځمې ناحیې اړوند سیمه کې پر هلمند سیند د ٣٥٠متره په اوږدوالي د یوه پل د جوړېدو چارې هم پیل شوې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او هلمند محلي چارواکو په باور د دې پُل او سړک  پر جوړېدو سره به د هلمند سیند پر پخواني تړل شوي پُل ټرافیکي ګڼه‌ګوڼه راکم او د کرنې،  صعنت او سوداګرۍ برخو کې به په لویه کچه اسانتیاوې رامنځته شي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست خیرالله خیرخواه وویل: «دا پُل ۳۵۰ متره اوږدوالی لري چې د هلمند پرسیند جوړېږي او دغه ۲۷،۵ کیلومتره سړک چي لښکرګاه ښار د باباجي ولسوالي له لارې، هرات- کندهار له عمومي شهرا سره وصلوي، د پخوا په پرتله پنځوس کیلومتره لنډوالی راځي او همدارنګ، بله ګټه د سړک او پُل دا ده  په ښوراب پوځي اډه کې چې کوم ملکي هوايې ډکر دی، هغه په اسانۍ لار پرانیستل کېږي.»

د هلمند والي ویاند محمدقاسم ریاض وویل: «لښکرګاه ښار شته هوايي ډګر د لویو پروازونو لپاره ډېر مناسب نه‌دی، خو ښوراب پوځي اډه کې شته هوايي ډګر د لویو الوتکو د پروازونو لپاه اسانتیاوي چې دا پُل او سړک په اسانۍ سره لار ورته پرانیزي او ښوراب کې شته هوايي ډګر د کارګو الوتکو لپاره هم ډېر ښه ځای دی.»

د هلمند اوسېدونکي د دغه سړک او پُل رغنیزو چارو پیل ته خوښ دي او وایي، د دې  سړک او پُل پر جوړېدو سره به د ورځني ژوند ګڼو اسانتیاوو ته لاسرسی پیدا کړي او تر څنګ به یې، کروندګر وکولای شي، د هلمند له بېلابېلو ولسوالیو او سیمو خپل کرنیز محصولات پر وخت او لږ لګښت تر لښکرګاه ښار ورسوي .

د هلمند اوسېدونکي عبدالغني سلام‌وطندار ته وویل: «موږ ډېر خوښ یوو چې موږ ته دلته دا سړک جوړېږي او دا پُل راته جوړېږي. دا به موږ او نورو خلکو ته ډېرې اسانتیاوې رامنځته کړي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

که څه هم د دغه سړک او پُل کره مالي لګښت نه‌دی، رسنیز شوی، خو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، ولایتي ادارې د معلوماتو له مخې، د سرپرست حکومت له بودیجې لګښت ورکول کېږي او دوو کلونو کې به یې چارې بشپړې شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام