Asset 1SWN

سلام وطندار

د کابل-بامیان لویې لارې د ۲۵ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې

b47d9b52-9892-4d34-9267-6cfa450c913a

د ټولګټو وزارت د میدان‌وردګ په مرکز میدانښار او جلرېز ولسوالي ترمنځ د کابل‌- بامیان لویې لارې اړوند د ۲۵ کیلومتره سړک د اساسي او معیاري جوړولو چارې پیل کړې.

 دا پروژه چې ټول ارزښت یې ۵۷۰ میلیونه افغانۍ دی، د هېواد د یومهم سوداګریز دهلیز د معیاري کولو په موخه عملي کېږي.

د پروژې د پرانیستې پرمهال د ټولګټو وزارت تخنیکي مرستیال مولوي عبدالکریم فاتح وویل چې دغه لویه لاره د کابل او هرات ترمنځ مهم سوداګریز مسیر دی او د اسلامي امارت د مشرتابه د هدایت له مخې به په بشپړ اساسي او معیاري ډول ورغول شي.

 نوموړي زیاته کړه چې د اسلامي امارت رهبري د افغانستان د ابادۍ لپاره ژمنه ده او په بېلابېلو برخو کې پراختیایي پروژې په جدي توګه روانې دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د میدان‌وردګ والي ملا خیرالله خیرخواه د پروژې د پیل هرکلی وکړ او د ساختماني شرکت له مسؤولینو یې غوښتنه وکړه چې دغه لویه ملي پروژه د قرارداد له مخې، په لوړ کیفیت او بشپړ اخلاص سره پلې کړي.

 د ده په وینا، د سړک په جوړېدو به د سیمې اوسېدونکو ته د تګ راتګ اسانتیاوې ډېرې شي او د اقتصادي پرمختګ لپاره به زمینه نوره هم برابره شي.

د ټولګټو چارو وزارت په وینا، د دې پروژې عملي چارې د “برایټ بلدرز” ساختماني شرکت له‌خوا پر مخ وړل کېږي او ټاکل شوې چې په ۱۵ میاشتو کې بشپړې شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام