Asset 1SWN

خوست کې د ٢٣ بابه شنوخونو جوړولو چارې پيل شوې

شنې خونې

د خوست ځايي مسوولان وايي، د اسماعیل‌خېلو مندوزیو ولسوالي په بېلابېلو کليو کې د ٢٣ بابه عصري شنو خونو جوړولو چارې پيل شوې.

د خوست ولایت مقام نن (پنجشنبه، اسد نهمه) يوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه شنې‌ خونې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام (UNDP) په مالي ملاتړ جوړیږي.

خبرپاڼه کې ویل شوي چې د یادې پروژې هدف د کليوالي باغوانانو تولیدي ظرفیت لوړول، د موسمي سبزیو تولید زیاتول او د اقتصادي پیاوړتیا لپاره د دوامداره حل لارې برابرول دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


خبرپاڼه کې راغلي چې په يادو شنو خونو څه کم ۳ ميليون افغانۍ لګښت کيږي چې د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام لخوا ورکول کيږي.

د دغو ۲۳ شنو خونو جوړول نه یوازې د سړو موسمونو لپاره د سبو تولید ته زمینه برابروي، بلکې کورنیو ته د عوایدو د لاسته راوړنې یوه غوره لاره هم ده.

دوی له مسوولانو غوښتنه وکړه چې د سبزيجاتو اوبه کولو لپاره دې ورته د سولر سېستم برابر او هم دې نورو شنوخونو جوړولو لپاره اقدام وشي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام