د ننګرهار په مرکز جلالاباد ښار کې د څلوېښت متره حلقوي سړک د لومړي فاز د جوړولو چارو د مسیر معلومولو او پاکوالي چارې پیل شوې.
د ننګرهار محلي مسوولان وایي، دغه سړک چې ٢١ کیلو متره اوږدوالی لري، د جلالاباد ښار اوومې ناحیې اړوند سرخاب پل څخه پیل او تر ثمرخېلو غځېږي چې ورسره به ښاري ګڼهګوڼه راکمه شي.
د ښاروالي مسوولانو په وینا، یاد سړک د جلال اباد ښاروالي د داخلي عوایدو او د مرستندویه بنسټونو په مرسته جوړېږي چې د لومړي فاز په بشپړېدو سره به په تدریجي توګه د دوو نورو فازونو د جوړولو چارې هم پیل شي.
د جلالاباد ښاروال بسمالله بلال وویل «دا نن چې د سرک کوم کار شروع کیږي دا به ټول د جلال اباد ښاروالۍ مشینري او کارمندان کوي انشأالله دا سرک چې مونږ په پلان کې نیولی چې یوویشت کیلو متره سرک دی چې له سرخ اب پل څخه تر ثمرخیلو یوویشت میلومتره اوږدوالی او څلویښت متره پلنوالی لری چې درې میلیارده افغانۍ لګښت ورباندې راځي.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
بل لور ته د جلالاباد ښار اوسېدونکي د یاد سړک جوړولو ته خوښ دي، خو د سرپرست حکومت له مسوولانو د ورته ټولګټو پروژو د تطبیق غوښتنې لري.
غیرت خان رستم خېل او محمد اسلم د جلالاباد ښار اوسېدونکي د داسې نورو پروژو د پیل او ښه تطبیق غوښتنه کوي.
رستمخېل وویل: «د دغه سرک په جوړولو سره به د درونټې له ساحې څخه نیولې تر ثمرخیلو ساحې پورې به د ولسونه چې دي دا به سهولت شي ورته او که څوک کابل ته تګ راتګ کوي نو د ښار له بیرو بار به لرې وي او ښار کې به هم بیروبار کم شي.»
محمداسلم وویل: «دغه سرک به د جلال اباد ښار ته ښکلا ورپه برخه کړي دا پخوانی سرک چې دی دا ډیر وړوکی دی او دغه لوی چهل متره سرک چې تر ثمرخیلو پورې دی په جوړیدو سره به یې زمونږ ښار ښکلا او پراخوالی پیدا کړي.»
د جلالاباد ښاروالي د مسوولانو د معلوماتو له مخې، د دغه سړک په مسیر وېجاړېدونکو کورونو په بدل کې به د استملاک پروسې له بشپړېدو وروسته زیانمنو کورنیو ته بدیل ځمکې او د جوړېدو مصرف ورکړي.