Asset 1SWN

سلام وطندار

کاپیسا کې د کانګو ناروغۍ؛ دوه کسان مړه او ۲۱ مثبتې پېښې ثبت شوي

IMG_E1338-pqlfsjyhdy9w2oyev0qizkrbto9cocgbkh1bs9oadk-prbctt644vfm9aor75stcg0m2z3cehgybuqzy2jszs-q8kgptp1x7j8235xftrtiljme5csnt1uu7peja8rk8

د کاپیسا د عامې روغتیا ریاست مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د کانګو ناروغۍ له کبله دوه کسان مړه شوي او د ۲۱ مثبتو پېښو ترڅنګ ۴۱ مشکوکې پېښې ثبت شوي دي.

د یاد ولایت د عامې روغتیا رییس نیازمحمد مخلص نن جمعه، غبرګولي ۱۶مه سلام‌وطندار ته وویل چې دغه پېښې د وروستیو اوونیو پرمهال کاپیسا کې ثبت شوي.

د نوموړي په وینا، د کانګو ناروغي مخنیوي لپاره یې، د جوماتونو امامانو ته یو ورځنی سیمنار هم جوړ کړی، څو له دې لارې خلکو ته په سمه توګه د څارویو د حلالولو او د کانګو ناروغي په تړاو عامه پوهاوی وشي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


بل‌خوا د کاپیسا د عامې روغتیا ریاست اړوند د ناروغیو ارزونې او رسېدنې مسوول محمدقاسم نایل وايي چې کانګو یوه ویروسي ناروغي ده چې له څارویو انسانانو ته لېږدول کېږي.

د نوموړي په وینا، د کانګو نښې شدیده تبه، سردرد، بې‌خوبي او وینه بهېدنه ده.

په ورته مهال د کاپیسا ګاونډ پروان ولایت کې هم د وروستیو اوونیو پرمهال د کانګو ناروغي له کبله درې کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او نهه مثبتې پېښې ثبت شوي دي. همداراز ۳۶ پېښې بیا مشکوکې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام