د کلمبیا ولسمشر، گوستاوو پترو نن دوشنبه، جنورۍ پنځمه، د امريکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ هغه تورونه او ګواښونه په کلکه غندلي چې دی یې، د نشهيي توکو د قاچاق په تور تورن کړی و.
پترو پر خپله اېکسپاڼه لیکلي: «زما نوم د نشهيي توکو د قاچاق له هېڅ قضايي دوسيې سره تړاو نهلري. ښاغلی ټرمپ دې زما له تخریب لاس واخلي.»
د کلمبیا ولسمشر دا څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې ټرمپ هغه «د نشهيي توکو قاچاقبر» بللی و.
ډونالد ټرمپ تر دې وړاندې ويلي و چې په کلمبیا کې د پوځي عملياتو ترسره کول، د هغو عملياتو په څېر چې په ونزویلا کې شوي، «ښه نظر» دی.
هغه پر پترو تور پورې کړی چې امريکا ته د نشهيي توکو په قاچاق کې لاس لري او خبرداری يې ورکړی و چې نوموړی به «د اوږدې مودې لپاره په واک کې پاتې نهشي.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
بلخوا د کلمبیا ولسمشر د ټرمپ د ادارې پر پوځي کړنو سختې نيوکې کړي او د ونزویلا د ولسمشر نیکولاس مادورو نیونه یې، «له هر ډول قانوني بنسټ څخه بېبرخې» بللې ده.
وروسته له هغې چې ټرمپ د شنبې پر ورځ پترو ته خبرداری ورکړی چې «ځان ته دې پام وکړي»، نوموړي د يکشنبې په ورځ د کلمبیا ولسمشر «ناروغ سړی» وباله او ادعا يې وکړه چې هغه «د کوکايين کارولو ته لېوالتيا لري.»
د ټرمپ د ولسمشرۍ دویمې دورې له پيل راهيسې، د امريکا او کلمبیا ولسمشران پر بېلابېلو مسايلو، لکه د ګمرکي تعرفو او د کډوالۍ پر پاليسۍ، په دوامداره ډول اختلاف لري.
کلمبیا چې د ونزویلا ګاونډی هېواد دی، د نړۍ د کوکایینو د توليد له سترو مرکزونو څخه شمېرل کېږي.