د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د درنې واورې اورښتونو پرمهال، له ګاونډیو هېوادونو څخه تازه راستانه شوي، وايي، د هوا په سړېدو، وزګارتیا او د لومړنیو امکاناتو ته د محدود لاسرسي له امله له جدي ستونزو سره مخ دي.
د میدانوردګ اوسېدونکی میرګل چې تازه له پاکستانه راغلی، سلاموطندار ته د خپلو ستونزو په اړه وايي: «زه تازه له پاکستانه راغلی یم، زه یې راوویستلم او ټول مال جایداد مو هلته پاتې دی، اوس دلته کمپ کې یوو، له دولت غواړو چې موږ ته یوه سرپناه جوړه کړي او امکانات برابر کړي چې یو ارام ژوند ولرو.»
په ورته مهال د ننګرهار اوسېدونکی صفتالله چې په دې وروستیو کې هیواد ته راغلی، له حکومت د سرپناه غوښتنه لري. «له پاکستانه راغلی یم او له دولت غواړم چې یوه سرپناه راته جوړه کړي، کرايي کور کې ژوند کوو او د کور کرایه هم ډېره لوړه ده، کاروبار هم نشته او د کرایې توان نهلرو.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په همدې حال کې د لغمان اوسېدونکی حمدالله چې دوه میاشتې وړاندې راستون شوی هم ورته وضعیت سره مخ دی. «موږ خېمه کې ژوند کوو او هوا ډېره سړه ده، هېڅ طاقت نهکېږي. دلته دولت ځمکه راکړې، خو د ابادولو توان یې نهلرو، له دولت غواړو چې د کور ابادولو کې موږ سره مرسته وکړي.»
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون د معلوماتو له مخې، پرون له ایران او پاکستان څخه له دوه زره پنځه سوه (۲۵۰۰) څخه زیات کسان هېواد ته راستانه شوي دي.
که څه هم حکومت تازه راستنو شویو ته مرستې وېشي، خو د اړتیاوو لوړې کچې په دلیل دا مرستې کافي نه ګڼل کېږي او راستنېدونکي هیواد ته تر داخلېدو وروسته د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د برابرولو برخه کې له سختو ستونزو سره مخ کېږي.