د هرات ځایي مسوولان وایي، کهسان ولسوالۍ کې د سړې هوا له امله ٣ کډوالو او یوه شپون ژوند بایللی.
د هرات ځايي چارواکي وايي، تېره ورځ (جمعه، د قوس ۲۸مه) د ایران پر لور د ناقانونه کډوالۍ لاره کې د سختې یخنۍ له امله کهسان ولسوالۍ کې ٣ کډوالو ژوند له لاسه ورکړی.
همدارنګه دغه ولسوالۍ کې یو شپون هم د سختې یخنۍ له کبله مړ شوی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د هرات د والي ویاند محمدیوسف سعیدي وایي چې په دې اړه ټولنیزو شبکو کې خپاره شوي ځینې انځورونه او شمېرې د باور وړ نه دي.
هغه وویل، د هغو کسانو د وضعیت روښانه کېدو لپاره څېړنې لاهم دوام لري چې ښايي د پولې هغې غاړې ته یې ژوند له لاسه ورکړی وي.
د هرات د والي ویاند په وینا، ځایي چارواکي او د ژغورنې ډلې د زیانمنو کورنیو د ملاتړ او د دا ډول پېښو د مخنیوي لپاره هڅې کوي.