د هلمند ګرشك ولسوالي کې د میوو او سبزۍ ساتلو لپاره د یوې معیاري سړې خونې د جوړولو چارې پیل شوې.
د هلمند د والي ویاند مولوي محمد قاسم ریاض سلاموطندار ته وویل، یاده سړهخونه د کروندګرو او باغلرونکو د میوو او سبزۍ د ساتنې او بازارموندنې په برخه کې مهمه ونډه لري.
هغه وویل: «یاده سړه خونه د سبزي مارکیټ په ساحه کې د ۱۰۰۰ متره مربع معیاري اوسپنیز چت او د ۱۱۰۰ متره مربع کانکریټي فرش په لرلو سره جوړېږي چې د کروندګرو او باغلرونکو د میوو او سبزۍ د تولیداتو د ساتنې او بازارموندنې په برخه کې به مهمه ونډه ولري.»
هغه زیاته کړه چې د دې پروژې پلي کېدل به نه یوازې د کروندګرو د عوایدو د زیاتېدو لامل شي، بلکې د سیمهییز اقتصاد په پیاوړتیا کې به هم مثبت رول ولوبوي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
ورته وخت کې د هلمند یو شمېر بزګرانو د دغې سړې خونې جوړولو څخه خوښي څرګندوي.
په اړه یې د ګرشک ولسوالي کروندګر شریف الله او رحیم جان وايي:
«دا پروژه به زموږ د حاصلاتو د ضایع کېدو مخه ونیسي او زموږ اقتصاد ته به ګټه ورسوي.»
«د سړې خونې شتون به زموږ د اقتصاد په پیاوړتیا کې مرسته وکړي، خو موږ د لا زیاتو سړو خونو جوړولو غوښتنه کوو.»
هلمند کې چې کرنه یې د خلکو د ژوند اصلي سرچینه ګڼل کېږي، د میوو او سبزیجاتو د ساتنې ستونزه له کلونو راهیسې د بزګرانو یوه ستره اندېښنه ده.