Asset 1SWN

سلام وطندار

اقلیمي بدلونونو د سمنګان خُلم کې د کروندګرو ژوند ګواښ سره مخ کړی

01-5-rfm0x7m5fkwmfr10mw4neeiilkgu7kg90phg2tjqtk

د سمنګان خُلم ولسوالي کې یوشمېر باغدران له پرله‌پسې وچکالیو او د اوبو له کموالي اندېښنه ښيي او وايي، وچکالۍ نه یوازې د خُلم د انارو او نورو مېوو باغونه زیانمن کړي، بلکې د دې سیمې د خلکو اقتصادي ژوند یې هم تر فشار لاندې راوستی.

د خُلم ولسوالي د بېلابېلو کلیو اوسېدونکو وویل، د اقلیم بدلون او څو کلنې وچکالۍ د دې سیمې پر باغدارۍ او کرنې جدي اغېزې کړي.

بڼوال او د انارو پلورونکی ابراهیم وايي چې وچکالۍ د دوی د انارو د باغ حاصلات نیم په نیمه کم کړي.

«موږ هر کال د انارو ۲زره منه حاصل ترلاسه کاوه، خو سږ کال زموږ حاصل شاوخوا زر منو ته کم شوی. سخته وچکالي د باغونو وچېدو لامل شوې. پخوا د تاشقرغان تنګي انارو ډېرې اوبه درلودې او تازه وو، خو اوس وچ او بې‌ثمر شوي.»

د خُلم ولسوالي د «ایشان‌داکي» د کلي اوسیدونکی محمد انور د دغو ستونزو لامل د اوبو د سرچینو کموالی بولي.

«باران نه وریږي او ټول باغونه وچ شوي. له زلزلې وروسته زموږ د اوبو چینې تخریب شوي او باغداران د بیارغونې توان نه‌لري. یوازینی څوک چې په دې برخه کې مرسته کولی شي، حکومت یا موسسې دي.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د خُلم ولسوالي بل اوسېدونکی حسیب‌الله وایي چې په تېرو څو کلونو کې پرله‌پسې سړې هوا او وچکالیو د باغونو حاصلات زیانمن کړي.

«تېرو ۱۵کلونو کې خلک د وچکالۍ له اغېزو سره مخ شوي. پخوا دې ولسوالۍ کې انار نه پیدا کېدل، خو سږ کال یې نسبتا ښه حاصل درلود. زلزلې تازه ستونزې رامنځته کړي. ان په روان کال کې کافي باران هم نه‌وو اورېدلی او له زلزلې وروسته د جهان‌نما د اوبو کانال بند شوی او د دې ولسوالۍ اصلي سیند ان لس سلنه اوبه هم نه‌لري.»

د سیمې اوسېدونکي وایي چې خلک له نږدې پنځلسو کلونو راهیسې د اقلیمي بدلونونو او وچکالۍ له سختو اغېزو سره مخ دي.

د دوی په وینا، د تاشقرغان تنګي هغه مېوې چې پخوا د سیمې په کچه مشهوره وې، اوس د وچکالۍ له امله له جدي ګواښونو سره مخ شوي.

په همدې اړه، د خُلم ولسوالي مرستیال حافظ ذین‌الله بخاري وایي چې دوامداره وچکالۍ د خلکو پر یوازینۍ عایداتي سرچینې منفي اغېز کړی.

«د خُلم خلک تر ډېره د باغدارۍ او کرنې له لارې د ژوند اړتیاوې پوره کوي. پرله‌پسې وچکالۍ او وروستۍ زلزلې د اوبو سرچینو او حاصلاتو ته زیان رسولی. ځینې موسسې د همکارۍ لپاره چمتو دي، خو د دې کار لپاره د حکومت جدي ملاتړ او پلان جوړونې ته اړتیا ده.»

اخوا، د سمنګان د والي مرستیال ملا دادخدا خادم هم د وچکالۍ بحران او منفي اغېزې تاییدوي:

«نه یوازې سمنګان بلکې د هېواد نورې سیمې او ان کابل هم د وچکالۍ له ګواښ سره مخ دی. هڅې کوو چې د دغې ستونزې د حل لپاره مناسبه حل لاره پیدا کړو.»

د کرنې برخې کارپوهان باور لري چې د وچکالۍ زیانونو سره هم‌مهاله د زلزلې زیانونو د خُلم ولسوالي د اوبو لګولو سیستم ټکنی کړی او د حاصلاتو د لا کمېدو خطر یې لوړ کړی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام