Asset 1SWN

اقلیمي بدلونونو هرات کې پر شنوخونو ناوړه اغېزې کړي

IMG_20240817_153808_733

که څه هم هرات کې شنو خونو د وارداتو په مخنیوي کې مرسته کړې، خو اقلیمي بدلونونو له زیان سره مخ کړي.

په هرات کې یو شمېر د شنوخونو لرونکي وایي، که څه هم په دغو خونو کې کښت یې د عاید او د کورنیو اړتیاوو د پوره کولو فرصتونه برابر کړي، خو د ډېرو لپاره یې اقتصادي ثبات نه‌دی رامنځته کړی او د مالي ستونزو له امله اړ دي چې په پور کرنیز توکي واخلي.

د هرات اوسیدونکی ناصر چې شنه خونه لري وايي، کښت یې که څه هم ګټور دی، خو ډېرو کروندګرو ته یې اقتصادي ثبات نه‌دی ورکړی او اړ دي چې ترڅنګ یې نور کارونه هم وکړي.

«درې کاله کېږي چې شنه خونه لرم، بادرنګ او رومي بانجان په کې کرم. ګټه هم لري او تاوان هم. زه هم شنه خونه لرم او هم خیاطي کوم.»

یو بل د شنوخونو لرونکی علي‌رضا وايي، څلور کاله کېږي چې په شنه خونه کې پر کرنه بوخت دی، خو د خپل لګښت زیاته اندازه په پور برابروي.

هغه وایي: «ستونزې ډېرې دي. سرې او نور وسایل په پور اخلو او چې حاصل لاس ته راشي، بیا یې پیسې ورکوو. په سختۍ لګښت پوره کېږي. که مو ملاتړ وشي، کار به پراخ کړو، څومره چې تولید زیات وي، عاید هم ډېرېږي او که کم وي، ګټه نه کوي.»

د اقتصادي ستونزو ترڅنګ، اقلیمي بدلونونو هم د هرات د شنوخونو لرونکو ته درانه زیانونه اړولي، چې په ډېرو مواردو کې یې د کار د دوام توان ترې اخیستی.

یو تن کروندګر بصیراحمد محمدي چې شنه خونه لري وايي، د روان لمریز کال د سختو توپانونو له امله یې درې شنې خونې ویجاړې شوي.

هغه چې تر ۵۰۰ زره افغانیو زیاته پانګونه یې پرې کړې وه، وایي چې نور یې د بیارغونې توان نه‌لري.

نوموړی وایي: «سږکال په شیدایي کې بادونه ډېر سخت وو، توپان راغی او شنې خونې یې ورانې کړې. پیسې مو نه لرلې چې بېرته یې جوړې کړو، نو خرڅې مو کړې. پنځه شپږ کاله مې شنه خونه وساته، اوس بېکاره یم. د چوکاټ پایپونه یې خرڅوم او د کور لګښت پرې پوره کوم؛ نه پیسې شته چې شنه خونه پرې جوړه کړم او نه هم شنه خونه پاتې ده.»

سره له دې ننګونو، اقتصادي کارپوهان باور لري چې په هرات کې د شنوخونو پراختیا د سبزیجاتو د وارداتو په کمولو او د کورني تولید په پیاوړتیا کې مهم رول لوبولی.

د اقتصادي چارو کارپوه محمدرفیق شهیر وایي، په شنوخونو کې د کرنې پراختیا لامل شوې چې په ډېرو فصلونو کې د ځایي بازار اړتیا له کورني تولیده پوره شي.

نوموړي وویل: «شنوخونو د ایران، پاکستان او آن چین څخه د سبزیجاتو د وارداتو په بدیل کې مهم رول لوبولی دی. په هرات کې د شنوخونو د کښت پراختیا د وارداتو کچه کمه کړې؛ که څه هم په ځینو فصلونو کې واردات دوام لري، خو دولت د لوړو تعرفو په لګولو له شنوخونو او کورني تولید ملاتړ کړی دی.»

بل لور ته کرنیز کارپوهان د مسلکي پوهې او عصري مهارتونو کمښت د شنوخونو لرونکو له اساسي ستونزو ګڼي.

د کرنیزو چارو متخصص محمودشاه حیدریان وایي: «په ډېرو سیمو کې کروندګر مسلکي پوهه او د نویو کرنیزو مېتودونو د کارولو په اړه معلومات نه لري. د شنوخونو په اړه پرمختللې روزنې ته اړتیا ده په ځانګړي ډول د ناروغیو او افتونو د مدیریت برخه کې. د ټکنالوژۍ له نظره هم عصري سیستمونه لکه څاڅکي اوبه‌خور (ډریپ) او د تودوخې او رطوبت کنټرول په کافي اندازه نه کارول کېږي. هغه کسان چې په دې برخه کې کار کوي باید وکولای شي د تودوخې او رطوبت د اندازه کولو وسایلو څخه سمه ګټه واخلي.»

د هرات د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وایي چې له کروندګرو څخه د دې ادارې د ملاتړ امکانات د پخوا په پرتله کم شوي.

د هرات د کرنې ریاست د ترویج مسوول بشیراحمد احمدي وايي: «هغه بودیجه چې په تېرو کلونو کې وه، اوس نشته او فعلاً له ملي بودیجې استفاده کېږي. کرنې ریاست دومره امکانات او بودیجه نه لري چې سرې یا د اړتیا وسایل کروندګرو ته برابر کړي. د هرات د کرنې ریاست یوه بشپړه تخنیکي او مسلکي اداره ده او موږ د لارښوونو او د نوې ټکنالوژۍ د ور پېژندلو په برخو کې د شنوخونو لرونکو په خدمت کې یو.»

هرات کې له شنوخونو ګټه اخیستنه یوازې یو ساده اقتصادي فعالیت نه دی، بلکې د کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا او د خپلو اړتیاوو د پوره کولو مهمې سرچینې دي.

باور دا دی چې د دې سکتور پایښت یوازې د حکومت په اغېزمن ملاتړ، مسلکي روزنو او عصري ټکنالوژۍ ته د لاسرسي له لارې ممکن دی.

دا چاره کولی شي د کورني تولید په پیاوړتیا او د خوړو د خوندیتوب په تأمین کې مهم رول ولوبوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام