Asset 1SWN

سلام وطندار

اقلیمي بدلونونه غزني کې د ویجاړونکو سېلابونو لامل شوي

غزني سېلابونه

دې وروستیو څو کلونو کې غزني په پرله‌پسې توګه د اقلیمي بدلونونو له منفي اغېزو سره مخ شوی او د سېلابونو زیاتېدو له امله د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ګڼ شمېر کورنۍ زیانمنې شوي.

د غیب‌قلندر، حکیم سنایي ښارګوټي، خیرآباد، ده خدیداد، پیرزاده، قلعه امیرمحمدخان او توحیدآباد په څېر د غزني مرکز اړوند ځينې سیمې او د ولسوالیو ځینې برخې، څو ځله د ویجاړوونکو سېلابونو شاهدې وې.

د دغو سیمو یو شمېر سېلاب ځپلي د اقلیمي بدلونونو له امله د دې حالت د دوام په اړه اندېښنه لري او له حکومته غواړي چې د زیانونو د کمولو او د بحران د ښه مدیریت لپاره جدي پاملرنه وکړي.

د غزني د سېلاب‌ځپلو سیمو دوو اوسېدونکو فرزاد او الفت هاشمي وویل: «زموږ کرنیزې ځمکې ډېرې زیانمنې شوي. زموږ ځمکه سیند ته نږدې ده او هر کله چې سېلاب راشي، زموږ حاصلات وړي. یو وخت نږدې وه چې زموږ کور هم په سېلاب کې ډوب شي. موږ خپله هېڅ نه شو کولی، دولت هم موږ سره مرسته نه‌ده کړې.»

«په دې وروستیو کې څو ځله ډېر خطرناک سېلابونه راغلي چې د خلکو کورونه او کرنیزې ځمکې یې له منځه وړي. آن تېر کال موږ ولیدل چې یو ځوان او یو ماشوم د سېلابونو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ. دا سیمه یوه سېلاب‌ځپلې سیمه ده او خلکو ډېر زیانونه لیدلي. تر اوسه کومه ځانګړې پاملرنه نه ده شوې چې خلک خوندي شي، د آب او هوا له حالته داسې ښکاري چې راتلونکي کې هم خطرناک سېلابونه راتلی شي.»

د چاپېریالي مسایلو کارپوهان ټینګار کوي چې د اقلیمي بدلونونو اغېزې به اوږدمهاله وي او د دې ستونزې اغېزمن حل د زیربنایي پروژو پلي کولو او علمي پلان جوړونې ته اړتیا لري.

هغوي زیاتوي، د معیاري کانالونو جوړول، د کنټرولي تاسیساتو رامنځ ته کول او له زیانمنو کورنیو ملاتړ کولی شي د زیانونو په کمولو کې مهم رول ولوبوي.

د چاپېریالي موضوعاتو شنونکی حکمت الله حیدري وایي: «هغه سېلابونه چې په وروستیو کلونو کې د اقلیمي بدلونونو له امله راوځي، خلک یې له جدي ستونزو سره مخ کړي. هر کال خلک له مالي او ځاني پلوه زیان ویني. کله چې سېلابونه راشي، لارې تړل کېږي، دوکانونه او کورونه زیانمنېږي. باید معیاري کانالونه جوړ شي او له زیانمنو کورنیو سره مرسته وشي، څو خلکو ته اسانتیاوې برابرې شي.»

په همدې حال کې د غزني ځايي مسوولان وایي چې د سېلابونو پر وړاندې د مبارزې لپاره ځینې پروګرامونه عملي شوي.

د غزني د والي ویاند عزت الله سعیدي سلام‌وطندار سره خبرو کې وویل: «د زیانونو د کمولو او ناوړه پېښو د مخنیوي لپاره په ځینو ولسوالیو کې استنادي دېوالونه، کانالونه او چېکډېمونه جوړ شوي، څو د سېلابونو خطر کم کړي. که چېرې سېلابونه راوځي، د غزني د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست له خپلو شته امکاناتو څخه کار اخلي او هڅه کوي چې لنډ وخت کې زیانمنو سیمو ته رسېدنه وکړي. تېرو کلونو کې هم په ځینو زیانمنو سیمو کې مرستې شوي.»

غزني د هېواد له کرنیزو ولایتونو څخه دی چې په شمالي برخه کې د سلطان محمود او په ختیځه برخه کې د زنه‌خان بندونو په څېر مهمې اوبه‌ییزې سرچینې لري، خو د دې بندونو په حوزو کې د اوبو زیاتیدو پرمهال د سېلابونو راتګ، څو ځله بزګرانو او ځايي اوسېدونکو ته زیانونه اړولي.

دې وروستیو کلونو کې د اقلیمي بدلونونو له امله د سېلابونو اندازه زیاته شوې چې نه‌مدیریت یې په دغه ولایت کې یوه له اساسي ننګونو یادیږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام