د لوګر کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي چې د کلیوالي سیمو د پراختیا موسسې (RRAA) په مالي ملاتړ په مرکز پلعلم او بره کي برک ولسوالیو کې د ۱۴ د کرنیزو کانالونو د پاکولو چارې پیل شوې.
د دغه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مطبوعاتي مسوول عبدالبصیر شاهد سلاموطندار ته وویل، د دغه ۱۴ کانالونو د پاکوالي چارې به په مرکز پلعلم او برهکي برک ولسوالیو کې د راتلوونکو درېوو میاشتو په ترڅ کې د کلیوالي سیمو د پراختیا موسسې (RRAA) له لوري د شاوخوا ۱۰ میلیونه افغانیو په مالي لګښت بشپړې شي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
شاهد زیاته کړه، د کرنیزو اوبو دغه کانالونه ۱۲۰ کېلومتره اوږدوالی او ۵ متره سور لري چې د پاکارۍ چارو بشپړېدو سره به یې د کرنیزو ځمکو د اوبو کمښت او د اوبو د ضایعاتو مخنیوی وشي.
ده همدارنګه وویل، په یاده پروژه کې به شاوخوا زر وزګارو کسانو ته د دریو میاشتو لپاره د کارکولو زمینه هم برابره شي.
د مرکز پلعلم یوه بزګر محمدرسول سلاموطندار ته وویل، خوښ دی چې د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د کرنیزو کانالونو د پاکولو چارې پيل شوي.
هغه همدارنګه زیاته کړه، کرنې او مالدارۍ ریاست ته پکار ده چې د کرنیزو ځمکو د اوبو کمښت او ضایعاتو مخنیوي لپاره دې په پاتې ولسوالیو او کلیو کې هم کرنیز کانالونه پاک او بیاروغوي.