د لوګر د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مسوولان وایي چې د دغه ولایت په خوښۍ ولسوالۍ کې د څښاک پاکو اوبو رسولو درې شبکې بیارغول شوي دي.
د دغه ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مطبوعاتي مسوول صبغتالله نائبخېل سلاموطندار ته وویل، د اوبو رسولو دغه شبکې د کلیو پراختیا وزارت په مالي ملاتړ د درېوو میاشتو په ترڅ کې بیاورغول شوې چې له ګټېاخېستنې وروسته شاوخوا ۶ سوه کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کړ.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه وویل، «په دغه پروژه کې د اوبو درې سرچینو بیارغونه، داوبو درې ذخیرو جوړول، ۱۲۲ د اوبو نلکیو او ۵۲ سولرونو نصبولو شامل دي.»
نائبخېل زیاته کړه، د لوګر د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست له لوري په مرکز پلعلم، محمداغې او برهکي برک ولسوالي کې د څښاک پاکو اوبو رسولو ۲۰ نوي څاه ګانې کېندلي او شاوخوا ۴ سوه کورنیو ته یې د څشاک پاکو اوبو رسولو اسانتیاوې برابرې کړي دي.