Asset 1SWN

سلام وطندار

د سوریې سوېل کې نښتې؛ لږترلږه ۷۱۸ کسان وژل شوي

l321_34801752668658

د سوریې بشرحقونو څاربنسټ وايي چې د یاد هېواد په سویدا ښار کې د وروستۍ یوې اوونۍ پرمهال شاوخوا ۷۱۸ کسان وژل شوي دي.

دغه بنسټ چې مرکز یې، لندن کې دی، همداراز ویلي چې په وژل شویو کې د دروز ټولنې شاوخوا ۱۴۶ وسله‌وال، ۲۴۵ ملکیان او ۱۶۵ نور بیا په خپل سري توګه د سوریې د اوسني حکومت د دفاع وزارت له لوري اعدام شوي دي.

د یادو نښتو په لړ کې ۲۸۷ دولتي ځواکونه وژل شوي، د بدوي جنګیالیو ۱۸ کسان وژل شوي او د دروز ټولنې له لوري درې بدوي جنګیالي هم په خپل سري توګه اعدام شوي دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د سوریې د بشرحقونو بنسټ همداراز وايي چې د اسراییلو په هوايي بریدونو کې د یاد هېواد ۱۵ سرتېري هم وژل شوي دي.

د سوریې په سوېل کې د نښتونو له امله د وژل شویو کسانو د شمېر زیاتوالي سره هم‌مهاله د یاد هېواد د لنډمهالي حکومت مشر احمدالشرع سویدا ښار کې اوربند اعلان کړی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام