د خوست ځاځي ميدان ولسوالي کې پر ډيورنډ کرښه د افغان سرحدي ځواکونو او پاکستاني ملیشو ترمنځ وروستيو نښتو له امله ۳۵۰ کورنی بېځايه شوي.
د خوست ولايت مقام وياند مستغفر ګربز سلاموطندار ته ویلي، پاکستاني پوځي رژيم د جګړې له قوانینو سرغړونه کړې او د عامو خلکو هستوګنځي یې په نښه کړي چې له امله یې ګڼ شمېر کورنۍ له خپلو مېنو بېځایه شوې دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د ګربز په خبره چې يادې کورنۍ اوس تر خېمو لاندې د غرو په لمنو کې شپې او ورځې سبا کوي او ځينې هغه يې د خپلوانو کورونو کې مېشت دي.
د ګربز په خبره د خوست ولایت مقام په لارښوونه، د افغان سرې میاشتې د بیړني غبرګون ډلې (BDRT) له لوري ترسره شوې سروې ښيي، چې د وروستيو نښتو له امله شاوخوا ۳۵۰ کورنۍ بېځایه شوې دي.
ګربز همداشان وويل چې د پاکستاني ملیشو په بريدونو کې ۳ ملکي وګړي ټپیان شوي او د سيمې د خلکو نږدې ۳۰ څاروي لهمنځه تللي دي.