Asset 1SWN

د چین یو شرکت افغانستان کې د موټرو کارخونه جوړوي

dongfeng-ax7

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولان وايي چې د چین دونګ‌فنګ اډي موټورز شرکت په افغانستان کې د موټرو تولید برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.

یاد وزارت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د دغه شرکت مسوولانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت له چارواکو سره د لیدنې پرمهال دې برخه کې د ۵۰ میلیونه ډالرو پانګونې ژمنه کړې.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، د چین دغه شرکت به د درې نیمو کلونو په ترڅ کې په څلور فازونو کې د موټرو تولید برخې لپاره ۵۰ میلیونه ډالر پانګونه وکړي.

دغه شرکت به په افغانستان کې د کال ۲۰۰۰ موټر تولیدوي.

د چین د موټر جوړولو شرکت دونګ‌فنګ ادي موتورز چارواکو سره د لیدنې پرمهال د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکو افغانستان د پانګونې لپاره خوندي او ډاډمن ځای بللی دی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د دغه وزارت د صنعت او تجارت چارو معین احمدالله زاهد چینايي شرکت ته ډاډ ورکړی چې له ټولو پانګه‌والو سره یو شان چلند کېږي او دوی یې، ملاتړ ته ژمن دي.

د چیني شرکت د مسوولانو د معلوماتو له مخې، د یادې کارخونې په جوړېدو سره به افغانستان کې له ۵۰۰ تر ۷۰۰ کسانو ته د کار کولو زمینه هم برابره شي.

دونګ‌فنګ ادي موټورز به افغانستان کې کوچني، باروړونکي، امبولانس او بس موټر جوړ کړي او افغانان کولای شي، په قسط یې، وپلوري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام