د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستيال محمدنعیم د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي یوشیاویونګ سره کتل او د بېلابېلو موضوعاتو په تړاو یې، خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت نن پنجشنبه، لړم لومړۍ نېټه، پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې په دې کتنه کې د دوه اړخیزو موضوعاتو او اړيکو ترڅنګ؛ د افغانستان او پاکستان ترمنځ په وروستي کړکېچ هم بحث شوی دی.
بهرنیو چارو وزارت همداراز لیکلي چې محمدنعیم چین او افغانستان دوه تاريخي ګاونډي هېوادونه بللي چې ډېر مشترکات لري او د چين هېواد له ملاتړ څخه یې مننه وکړه.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي ویلي چې اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره د متقابلو اړيکو پربنسټ تعامل ته ژمن دی او هيچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو پر ضرر وکاروي.
وزارت لیکلي: «نوموړي زیاته کړه چې له بده مرغه پاکستان له تېرو څلورو کلونو راهیسې د اسلامي امارت حوصله ازمايي؛ تر دې چې اسلامي امارت ځوابي عکسالعمل ته اړ ايستل شو د اسلامي امارت ثابت موقف دا دی چې د ستونزو حل او هوارې په خبرو او تفاهم کې دی.»
د چین استازي یوشیاویونگ وويل، چین د افغانستان سره د اوږدمهاله او پر متقابل احترام ولاړو اړیکو د پیاوړتیا هیله لري او د دې هېواد د ملي حاکمیت او ارزښتونو درناوی کوي. نوموړي زیاته کړه، چین هڅه کوي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شخړو د حل لپاره رغنده رول ولوبوي او په دې لړ کې د قطر او ترکیې د منځګړیتوب هرکلی کوي.